د نړۍ په ډېری هیوادونو کې دا دود دی، چې خپل ویاړلي ملي د حساب اشخاص په ژوند لمانځي او قدر یې کوي، خو کله چې دغه ټول منلي خلک له دې نړۍ سترګې پټوي نو د دوي د ښو کارونو او کړنو انځور د ولس په زړونو کې تل تر تله پاتي وي او د ولس د زړونو په دیوالونو ددوي د ښو کارونو او خدمتونو تاریخ په زرینو کرښو لیکل شوی وي.
خو له بده مرغه په افغانستان کې دا هر څه برعکس دي او په دې هیواد کې تل افرادو د زر او زور په وسیله ځان په خلکو منلی او مني یې. د نړۍ په نورو هیوادونو کې دا فرهنګ دی،چې اشخاص په ژوند لمانځل کیږي، خو په افغانستان کې چې کله څوک مړ شي، نو پس له مرګ یې بیا لمانځ غونډه کې لمانځنه کیږي او یا یې د ښار په واټونو کې ستر ستر انځورونه را ځړول کیږي چې هېڅ ګته نلري.
له تېرو څو کلونو راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو او په اځانګړې ډول د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې یو دود ګډ شوی، چې کوم شخص مړ شي نو د خپلوانو او یا پلویانو لخوا یې غټ غټ انځورونو د جلال اباد ښار په بېلابېلو برخو کې را ځړول کیږي، دې چارې د ښار ټوله ښکلا له منځه وړې او که چېرې کوم نابلده کس جلال اباد ښار ته ورشي نو داسې ورته ښکاري چې کومې هدیرې او یا د مړو ښار ته ورغلی دی.
که چېرې یو چا د خپلې واکمنۍ او ژوند پرمهال ددې مظلوم ولس خدمت او قدر کړی وي، نو بې له شکه چې د ټولو هیواد والو د زړونو په دیوالونو به د دوي انځورونه تل تر تله ویزان پاتې وي او د ولس په زړونو کې دغه ډله هیواد وال ځانګړی ځای لري.
خو بل اړخته هغه خلک چې په ژوند یې د ولس په مرۍ د حوس چاړه ایښې او ددوي پر وینو د خپلې مستۍ تنده خړوبه وي او خلک په ژوند له دوي تنګ دي ایا پس له مرګه به د دغو کسانو د انځورونو په لیدو دوي ته دعا وکړي او که بد رد به پسې ووايې؟
زما ولس اوس هغه در باري ولس نه دی، چې له پېړیو پېړیو راهیسې به یې مشرانو د کلي د شمتن ملک درباریتوب کوو او ددوي هرې خبرې ته به یې د تايید سر خوځوو.دا ولس اوس دومره هوښیار شوئ،چې د هر چا ظلم او جبر ورته لکه د لمر په څېر روښانه دی.
زه خو وایم که چا څه کړي او که نه ، ددې ځواب به یوه نه یوه روځ د خدای تعالی په دربار کې ورکړي، ددې قضاوت هېڅوک نشي کولی، چې څوک به جنتي او څوک به دوزخي وي.
په افغانستان کې هر چا قرباني ورکړې او د هیواد د پرمختګ په ډګر کې یې زیار ایستلی یوازې زیار د هغو خلکو نه دی، چې انځورونه یې د ښار په واټونو کې تر سترګو کیږي، بلکې داسې خلک هم په دې هیواد کې شته چې د کورنۍ ټول غړي یې د تېرو څلورو لسیزو جګړو په لمبو کې لولپه شوي دي خو چا یې تراوسه انځور په ښار څه چې د چا په جیب کې هم نه دی لیدلی.
پس له مرګه د ښو او بدو دواړو ډلو خلکو د انځورونو ځړول دوي ته هېڅ ګته نشي رسولی خو یو کار کولی شي، چې د ښار ښکلا به پرې بدرنګه کړي او یو وخت به داسې راشي، چې ټول جلال اباد ښار به د بېلابېلو اشخاصو له انځورونو ډک وي او خلک به ورته بیا د مړو ښار وايي.
په جلال اباد ښار کې تر ډېره د قومي مشرانو، ولسوالانو، د ملي اردو د قومندانانو،د پولیسو د مړو شو چارواکو انځورونه لیدل کیږي،چې شمېر یې لسګونو ته رسیږي.
تر ډېره د ښار د ښکلا او سمسورتیا دنده د ننګرهار د ښاروالۍ پر غاړه ده خو له بده مرغه ښاروالۍ څه چې ولایتي اداره هم ددې تصویرونو په لیرې کولو کې پاتې راغلې بلکې د تېرې ولایتي شورا د ټاکنیزو مبارزو پر مهال د ولایتي شورا د ځېنو زور واکو نوماندانو ستر ستر تصویرونه اوس هم د ښار په بېلابېلو واټونو کې شته چې څوک یې د لیرې کولو جرئت نشي کولی، بلکې نر هغه دی، چې د خپل پلار ، کاکا، ماما،قومندان،ملګري او نورو تصویرونه پس له مرګه په جلال اباد ښار کې ولګوي او د اتلولۍ بېلابېل القاب پرې کیږدي.
لیرې نه ده چې څو ورځې ورسته به د ننګرهار ولایت د عاشقانو ډله هم د خپلو مړو شویو معاشوقو انځورونه په واټونو کې وځړوي، چې شهیده فلانۍ او شهید فلانۍ او جلال اباد ښار به بیا د مړو په نامه یادیږي.
په نورو هیوادونو کې څوک دا جرائت نشي کولی،چې په خپل سر د ښار په واټونو کې د کوم اتل انځور وځړوي دا خو لا پریږده چې د قومي مشر، دولتي چارواکي او یا کوم ملګري.
ننګرهاریان له دې چارې تر پوزې راغلي او د ننګرهار له ولایتي ادارې او په ځانګړې ډول ددغو شهیدانو له خپلوانو او پلویانو غواړي، چې جلال اباد ښار له دغو لګول شو انځورونو پاک کړي تر څو د ښار د ښکلا بڼه ښاریانو ته څرګنده شي او د جلال اباد ښاره د مړو د ښار له لقبه وژغورل شي.
موږ د هر افغان شهید قدر کوو په ځای ددې چې غټ غټ تصویرونه یې د ښار په واټونړ کې وځړو نو ولې ورپسې خیرات صدقه نه کوو په تصویر لګولو سره په ځای ددې چې د ښار ښکلا له منځه ځي بلکې د هیواد والو په زړونو کې دوي ته کرکه پیدا کیږي. او که څوک وغواړي چې د خپل مړ شوي خپلوان تصویر د ښار په واټونو کې ولګوي نو بیا ددې چارې د مخنیوي دنده د ننګرهار پر ولایتي ادارې او په ځانګړې ډول د ښاروالۍ په اوږو ده، چې هېچاته اجازه ورنکړي د جلال اباد ښار په واټونو کې انځورونه ولګوي بلکې کوم چې ځړول شوي هغه هم د یو کمپاین پر مهال لیرې کړي.
ننګرهار مېشتي هم دا غوښتنه کوي، چې د دې چارې د مخنیوي په موخه دې کوټلي ګامونه پورته شي او جلال اباد ښار دې د مړو ښار له لقبه وژغورل شي.