بې له تا نه به زه څه وم؟

که راغلې راته نه وای، بې له تا نه به زه څه وم

زه به څه وم؟ په ځنګله کې به یو زړه، په خوب ویده وای

د ساعت پر مخ ولاړه یوه ستنه

بې له تا نه به زه څه وم؟ زه به هسې یو تش زوږ وم.

د انسان د ژوند خبرې ما له تا نه دي زده کړې

زه نړۍ ته نور د تا له سترګو ګورم،

ما هر څه له تا زده کړي: له چینې نه اوبه څرنګه څښل کېږي

لاروی چې پر لار ځي سندرې وایي، پسې څنګه تکرارېږي

ما هر څه له تا زده کړي، ان د زړه تر رېږدېدلو

څه چې یمه، ما هر څه له تا زده کړي

چې غرمه کې رڼا ورځ وي او اسمان هم شين کېدای شي

چې ښادي د دوکانونو څراغ نه دی

د دې عصر په دوزخ کې تا له لاسه ونیولم

دې دوزخ کې چې انسان ته دوه په دوه اوسېدل نه زده

د نېکمرغه عاشق غوندې، تا له لاسه و نیولم.

له ښادۍ نه چې غږېږي، د هغوی سترګو کې غم وي

بل څه نه دي، بس د مړې هیلې سلګۍ ده

ربابي لاس کې شلېدلی تار نیولی!

خو بیا هم زه درته وایم، ښادي شته ده

له خوبونو نه د باندې او له ورېځو نه راښکته!

ځمکې، ځمکې راشه ګوره، د ښادۍ ورک ساحلونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *