تاند- د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي چې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره یې د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې او په ټولو برخو کې یې د کابل او تهران د اړیکو د پراختیا پر ضرورت ټینګار وکړ.

د فراس نیوز خبري اژانس د راپور له مخې په هغو ټېلفوني خبرو کې چې دواړو ولسمشرانو د یکشنبې په ورځ وکړې، حسن روحاني وویل چې ایرانیان په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت پر جوړېدو ډاډه شوي او د ملي یووالي د حکومت د دواړو ټیمونو ترمنځ پر خپلو ژمنو د عمل کولو هیله لري څو د افغانستان ملي ګټې او مځکنۍ بشپړتیا خوندي شي.

روحاني دا هم وویل:«امنیت ته پام به بې له شکه د افغانستان د ملي یووالي د حکومت لومړیتوب وي، خو سیمه ییزه همکاري د ترهګرۍ، قومي او قبایلي افراط پر ضد تر ټولو مهمه لار ده.

د فارس نیوز خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي وویل:«هماغه راز چې تاسو وویل، ترهګري او سخت دریځي تر ټولو لوی ګواښونه دي او موږ ته پکار ده چې د یو بل په مرسته د هغو پر ضد اقدام وکړو.»

ده وویل چې افغان چارواکي به په افغانستان کې د ثبات او سولې د رامنځته کېدو لپاره د ملي یووالي حکومت ته وفاداره پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *