تاند – افغان ولسمشر د افغانستان د ملي اردو د ځانګړیو پوځي عملیاتو له سرتیرو سره نن د ریشخور په سیمه کې وکتل.
ولسمشر اشرف غني له دغو امنیتي ځواکونو سره اختر مبارکي وکړه او د کومانډو پوځ د ستونزو د حل او د اصولو په پام کې ساتلو لپاره یې لازم هدایات ورکړل.
اشرف غني وویل، تر دې وروسته هیڅ قول اردو اجازه نه لري چې د کومانډو د خاصې فرقې پوځ له خپلې ټاکلې مودې ډیره موده په سیمه کې وساتي او له دغو ځواکونو د پليو ځواکونو کار واخلي.
ولسمشر زیاته کړه چې د بریدملانو د پرمختګ لپاره هغه مقرره باید ژر تر ژره ترتیب شي چې دوی ته د افسر کیدو زمینه برابروي. اشرف غني له هغو سرتیرو سره چې په خپله خوښه له کومانډو پوځ سره یوځای شوې دي، ژمنه وکړه چې د دولت له لورې به د مننې وړ وګرځي او خاص امتیازات به ژر تر ژره دوی ته ورکړل شي.
اشرف غني له ټپیانو سره وکتل
ولسمشراشرف غني احمدزي د یکشنبې په ورځ له هغو پوځیانو سره وکتل چې په جګړو کې ټپیان شوې دي. احمدزی د اختر په دوهم ماښام د کابل سردار محمد داوودخان روغتون ته ورغی، د ټپي پوځیانو حال یې واخیست او د روغتون مسوولانو ته یې وویل چې د ناروغانو د خبرو له مخې یوه بیطرفه څیړنه پکار ده څو پوه شو چې ناروغان له څه ډول ستونزو سره مخامخ دي او باید ژر تر ژره د حل لاره ورته ولټول شي.
احمدزي وویل چې د روغتون د کارکوونکو حمایت کوي خو شته ستونزې باید په شریکه حل شي او حل لاره ورته ولټول شي.
په څلورسوه بستریز روغتون کی د ارد دړیرو ځوانانو اندامونه د وړو ټپونو په وجه پری کوی چی دا موضوع دیره جدی او د بام وړ ده و