د خوست ولایت خبرپاڼه – د خوست کاروان سراى سړک چې خوست ښار د څو ولسواليو سره نښلوي، ساختماني چارې يې څه موده مخکې دخوست د ولايتي ادارې په دوامداره هڅو پيل شوې، چې تر دې دمه يې د لومړي پړاو  ټولې ساختماني چارې د پلان او نقشې له مخې په ټاکل شويو معيارونو بشپړې شوې.

د کاروان سراى سړک د ((  نهه پنځوس مليونه ، اته سوه زره )) افغانيو په لګښت د ټولګټو چارو وزارت په انکشافي بودجه جوړيږي، څلور کيلومتره طول او شپاړس متره عرض لري، چې د قرارداد له مخې به يې ټولې ساختماني چارې په پوره اتو مياشتو کې بشپړې او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.

د خوست ولايت د ټولګټو چارو ريس انجنيرمامور شاه  په خبره د سړک د کيفيت او څرنګوالي په تړاو وايي،  چې تر دې دمه د سړک ساختماني کارونه د قرارداد سره سم په ښه ډول پرمخ روان دي او دوى يې هره ورځ په دوامداره توګه نظارت کوي.

مامورشاه زياتوي، چې د ياد سړک د لومړي پړاو ټولې چارې بشپړې شوې ، چې تردې دمه په کيفي لحاظ هېڅ ډول ستونزه او نيمګړتيا نلري.

د ټولگتوچارو ريس خوست  سرپرست والي عبدالجبارنعيمي ته پوره ډاډ ورکړى، چې دوى به دپروژې اهميت ، ضرورت، د ولايتي ادارې پراخو هلو ځلو او د مېشتو  ولسونو د زياتو ستونزو  په نظر کې نيولو سره  هېچا ته د دې اجازه ورنه کړي، چې د سړک چارې په ټيټ کيفيت سره ترسره کړي، بلکې هره شېبه به يې د نظارت او کنټرول چارې په پوره مسووليت سره سرته رسوي.

خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د ټولګټو چارو ريس او د اړونده ساختماني شرکت مسوولينو ته په خپلو خبرو کې همېشه ويلي  دي، چې هېواد د ټولو شريک کور دى، بايد هر افغان پوره هڅه وکړي، چې د آبادۍ په برخه  کې خپله  ايماني او وجداني دنده سرته ورسوي.

نوموړي زياتوله ولايتي اداره همېش هڅه کوي، چې د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې دخوست ولايت د پرمختګ او د مېشتو ولسونو د اسانتياوو په خاطر مهمې پروژې منظورې او پلي کړي، ترڅو خلک ترې وکولى شي، چې په خپل ورځېني ژوند  کې اعظيمه ګټه پورته کړي.دده په خبره د پروژو په تطبيق کې د کار کيفيت او په وخت سره د پروژې بشپړول ډېر مهم دي، نو په همدې اساس يې د ټولګټوچارو رياست او د اړونده شرکت له مسوولينو په کلکه غوښتنه کړي، چې د دويم پړاو ساختماني چارې يې هم  بايد په ټاکل شوي وخت پيل او په  لوړ کيفيت سره يې سرته ورسوي او پدې لاره کې هېڅ ډول غفلت او بې پروايي ترسره نه شي.

نعيمي وويل ځينې وخت د رارسېدلو مالوماتو پربنسټ يو شمېر موټرچلوونکي خپل موټر په قيرشوي سړک په ډېر سرعت سره چلوي، چې دغه کار د ټرافيکي پېښو سبب ګرځي او زموږ هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړوي، ده په ټولو موټرچلوونکو غږ وکړ، چې په موټرچلولو کې له پوره احتياطه کار واخلي، ترڅو زموږ خلک همېشه په خوشالۍ او سکون کې ژوند ولري.

ولايت مقام مطبوعاتي دفتر ، نېټه ١٤-٧-١٣٩٣ دوشنبه

0 thoughts on “د کاروان سراى سړک د لومړي پړاو ساختماني کارونه بشپړ شول”
  1. دسی ښنبی تاریخ ۱۵-۷-۳۹ ساعت ۶ بجی او ۷:۳۰ بجی دکابل نیوز تلویژیون خپرونه چه پکی دخوست دبین المللی میدان هوای یادونه پکی وشوه او ویل کیده چه په غ
    ته کچه فساد پکی شویده وروڼو په دقت واوری :زه دمیدان هوای دتداروکاتو دکمیټی ریس وم دولایت په کچه ډری نماینداګان شرکتونو داسنادو دبررسی او ارزیابی په خطر ګمارل شوی وو وروسته له یوی ټاکلی مودی اسناد په دقت په مطلقه بی طرفی ارزیابی شول دری شرکتونه د۳۲شرکتونوڅخه برنده راووتل او دخوست مکار او هیله ګر والی ته موکاری ګزارش وړاندی کړ کله چه دده دخوښی شرکت برنده نشو نو په هغه دغه نامو یی موږ ته توهین وکړ او حتی شحصا ماته یی وویل چه ته ددغه شرکتو تضمین کوی ؟ زما څواب داوه چه جناب والی میدان ټول خوست ته جوړیږی او مفاد شرکت اخلی زه یی ولی تضمین وکړم دغه برنده شر کتونه دی زمینه دکار ورته برابره کړه چه شروع وکړی ولی مکار او هیله ګر والی دیوه بل شرکت سره چه دهاشم ګر بز ساحتمانی شرکت نام لری ګوتی پټی کړی وی او دهغه شرکت اسناد دقرارداد یی دامضا لپاره ماته راولیږل چون دوالی فر مایشی شرکت وو په اوصولو کی برنده نه و ما اسناد امضا نکړل او دمیدان هوای ساختمانی قرارداد ورکړه شو تاسو اسناد وګوری دکمیسیون امضا ګانی وګوری نوکله چه دیوه قراداد بنیاد په سازش دوالی هغه دیوهغټ مادی امتیاز په مقابل کی وی نوحتمی پایلی ښی نه وی او مکار اوهیله ګر والی په خړو سترګو په شرمیدلی څیره دتلویژیون په شکریم دومره غټ دروغ چه قرارداد دهوای ملکی په وزارت کی شویده چه مطلق دروغ او دخوستوالو سترګی یی دپخوانه دخاورو ډکی کړیدی په دغه قرارداد کی مکار او هیله ګر والی په ملیونونو ډالر دشرکت له ریسه اخیست دی او تاسی هم په خبر یی نو میدان هوای به هرو مرو نه جوړیږی اوس مو وار دی خوستوالو که ننګ او غیرت لری دخوست سرمایه دپرادیو دلاسه چور شوه درنه لاړ نشی تر څو موحساب تری کړی نه وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *