تاند- د سعودي عربستان د شرقي ولایت ویاند ډګرمن زیاد الروقایتي رسنیو ته ویلي دي چې په دغه ولایت کې په هرو شلو کې یوه  عریضه کې چې خلک یې د یو بل له لاسه کوي، له جادو او کوډو سره تعلق لري. د ډګرمن الروقایتي په قول، کوډو د سعودي عربستان د شرقي ولایت د خلکو ذهن ډېر مصروف ساتلی دی او همدا وجه ده چې پنځه فیصده عریضې او شکایتونه په دې باره کې وي چې پلاني یا پلانۍ په ما باندې کوډې کړې دي.

 د سعودي ګزیت ورځپاڼې له رپورټ سره سم، قاضي عیسی الغیث د کوډو له لاسه د شکایتونو زیاتوالی تاییدوي خو وایي چې قاضیان د دغسې شکایتونو په  خاطر نه شي کولای چې چا ته جزا ورکړي ځکه د دې خبرې سپیناوی نه کېږي چې یو چا دې په رښتیا په بل کوډې کړي او د کوډو په وسیله دې یې بل ته  تاوان رسولی وي.

 قاضي الغیث د دغسې شکایتونو یو مثال ورکوي، وایي یوه سړي عریضه کړې چې خپلې ښځې ورباندې کوډې کړي چې د هغو په نتیجه کې ده یو میلیون سعودي ریاله هغې ته بخښلي دي. د قاضي په نظر، دا به اوس څنګه ثابتوو چې ده په خپله خوښه نه بلکې د جادو په زور خپلې مېرمنې ته یومیلیون ریاله بخښلي دي.

 په سعودي عربستان کې د ارواپوهنې یو پروفیسر، طارق الحبیب د کوډو د دعوو په اړه وایي چې : څومره د یوې سیمې خلک غیرمتمدن او وروسته پاتې وي هغومره د کوډو او جادو خبرې پکې زیاتې وي خو برعکس، متمدن او تعلیم یافته خلک په دغو خبرو پسې دومره سر نه خوږوي . پروفیسر الحبیب په دې نظر دی چې د کوډو او جادو په اړه د اوازو ګټه چلبازو کسانو ته رسېږي چې د ساده خلکو جېبونه تش کړي.

 د پروفیسر الحبیب په نظر هغه کسان چې ګومان کوي کوډې ورباندې شوې دي، معمولا وسواس لري او په ذهني او روحي تکلیفونو مبتلا وي. مثلا وسواسي کس ته ممکن سودا ورولوېږي چې د زړه تکلیف لري. دی به ډاکتر ته ورشي، هغه به یې معاینه کړي او ډاکتر به ورته ووایي چې روغ رمټ یې،  هسې بې ځایه تشویش کوې.

خو  د ډاکتر له دې خبرې سره سره به په خپل ټټر کې درد احساسوي چې دغه درد به په حقیقت کې د وسواس په وجه ورپیدا شوی وي. دغه وخت دی ممکن ګومان ورکړي چې جادو به ورباندې شوی وي، نو یوه چلباز او ټګمار ته به  ورشي او هغه به ورته ووایي چې یو چا کوډې درباندې کړي دي، که  دومره پیسې راکوې، زه به دې کوډې وباسم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *