دا اصطلاحات په انګلیسي کې فېسبوکیانو جوړې کړي او اوس د انګلیسي ژبې برخه ګڼل کېږي.

The lurker

هغه چا ته ویل کېږي چې په فېسبوک کې د هر چا پوسټونه، لیکنې، تبصرې … ګوري خو په خپله هیڅ شی نه لیکي.

Facebooking

څوک چې له فیسبوکه کار اخلي، څوک چې په فېسبوک کې څه لیکي، زیاتوي، یا د نورو لیکنې، ویدیوګانې او ږغونه لولي، ویني یا اوري.

Stalker

سټاکر هغه چا ته وايي چې نور کسان تعقیبوي. د نورو پروفایلونه ګوري. مثلاً که څوک یې خوښ شي فوراً د ملګرتوب بلنه ورلېږي.

Newbie

نیوبي هغه چا ته وايي چې تازه یې په انترنټ کې اکاونټ جوړ کړی او د هر چا په لیکنه تبصره کوي، د هر چا لیکنه خوښوي (لایک) ( مزدور نو آهو ره میګره به دو)

Over-sharer

هغه څوک چې خپل هر شی له نورو سره شریکوي. داسي څوک چې خپل شخصي او غیرضروي شیان په فېسبوک کې خپروي.

The gamer

هغه کسان چې په فېسبوک کې یوازې د لوبو په فکر کې وي.

The brand promoter

هغه څوک چې د خپل دفتر یا شرکت لپاره له فېسبوک څخه کار اخلي او له خپلې دندې سره زیاته مینه لري.

The non user

هغه څوک چې فیسبوک اکاونټ لري خو پکې فعال نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *