تاند- د پاکستان د هوايي شرکت (پي آی اې) یو چارواکی په دې شک ونیول شو چې لسو افغانانو ته یې اجازه ورکړې چې له قانوني اسنادو پرته د دغه هوايي شرکت په الوتکه کې لندن ته لاړ شي.
پي آی اې د یکشنبې په ورځ خپل یو چارواکی خرم شهزاد په دې خاطر له کاره ګوښه کړ چې لسو افغانانو ته یې اجازه ورکړې وه چې د اسلام اباد له هوايي ډګره د دغه هوايي شرکت په الوتکه کې بې قانوني اسنادو لندن ته لاړ شي.
شهزاد د دغو افغانانو وېزې او پاسپورټونه کتلي او تایید کړي ول. اوس له نومړي څخه تحقیقفات روان دی. ګومان کېږي چې شهزاد به له افغانانو ډېرې پیسې ترلاسه کړي وي.
د اسلام اباد هوايي ډګر، چې د پلازمېنې اسلام اباد او راولپنډۍ ترمنځ دی او اوس د بېنظیربوټو نړیوال هوايي ډګر بلل کېږي، په پاکستان کې د کراچۍ او لاهور له هوايي ډګرونو وروسته درېم ستر هوايي ډګر دی.
لس واړه افغانان لندن ته تر رسېدو وروسته د هیترو هوايي ډګر د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
خو بریتانیايي چارواکو تراوسه پوري د هغو د دوسیې په اړه څه نه دي ویلي او نه یې په دې باب څه ویلي چې هغوی بېرته پاکستان ته لېږي او که پناه ورکوي.