یو میین به هره شپه له سینده تېرېده او د معشوقې دیدار ته به یې ځان رساوه.

د دوی له لېونۍ مینې څو میاشتې وروسته یوه شپه چې عاشق او معشوق د څراغ رڼا ته سره ناست وو، عاشق وویل: په چپه سترګه کې دې یو داغ وینم!

معشوقې ورته وویل: کور ته چې ځې له سینده په لامبو مه تېرېږه،بیړۍ ته ځان ورسوه چې په خیر واوړې!

میین ورته وویل: زما خبره دې لکه چې وانه ورېده، په چپه سترګه کې دې یو داغ راښکاري چې ولې؟

معشوقې یې ورته وویل: دغه داغ مې همېشه په سترګه کې و، خو مینه دې ډېره وه، داغ دې نه لیده، اوس چې دې داغ ته پام شول، په مینه کې دی کمی راغلی دی، وېرېږم اوبه دې ډوب نه کړي. ته د مینې په زور راپورې وتلې، مګر اوس چې دې زما په لېمو کې داغ سهي کړ، هسې نه اوبه دې یوسي!

میین ورته وویل: تر ځان راباندې ګرانې! وېره مه لره، لمرونه به ومري خو ستا د مینې اور به مې په زړه کې ونه مري!

او کله چې میین د ستنېدو په نیت راپاڅېد، معشوقې یې د خدای پاماني په وخت کې بیا ورته وویل: ګوره ، ګوره ، سین ته ځان مه اچوه!

میین د معشوقې د تشویش د کمولو په خاطر وویل: په سترګو، بیړۍ ته به ځان ورسوم!

په هغه شپه چې عاشق څنګه سین ته ورکوز شو چې په لامبو پورې وځي، اوبو یووړ!

دغه حکایت ته خوشحال خټک په یوه څلوریزه کې په یو بله بڼه اشاره کړې ده:

د لیلا سترګه یوه ګلدا ره وه

مجنون ته پاکه له عیب و عاره وه

چې پرې میین وي عیب یې نه ویني

مینه له ځایه مګر مکاره وه

نامتو فیلسوف شوپنهاور مینه یوه دوکه ګڼي چې د وګړي ګټه پکې نشته بلکې د انسان د نسل د دوام لپاره تر سره کېږي او وګړی وروسته له هغه چې د فطرت مقصد پوره شي، په دې پوه شي چې تېر ایستل شوی دی. شوپنهاور چې مینه د فرد نه بلکې د نوعې په ګټه ګڼله ،ټول عمر واده ونه کړ. هغه څه ته چې شوپنهاور مینه وایي، لوی شاعر اشرف مفتون یې په دې بیت کې هوس بولي:

خلق هوس ته محبت وایي

ښکلي فریب ته صداقت وایي

مفتون په یو بل بیت کې د هوس او مینې بنیادي فرق راښودلی دی:

هوس خو زوړ شي چې ځواني شي زړه

مینه ځوانېږي چې زړېږي کله

هوس د څو ورځو لپاره وي خو مینه د وخت په تېرېدو سره کمېږي نه بلکې زیاتېږي. د مینې څښتن په ځوانۍ او زړبودن کې، په ویښه او په خوب کې، په هر حالت کې خپل اصلي مقصد ته وفادار وي او همېشنۍ وفاداري یې یوه فوق العاده وړتیا ورپه نصیب کړي چې د مینې کرامت یې بولو. ډېر کسان ګیله کوي چې له پلاني کار سره یې مینه وه خو پرمختګ یې پکې ونه کړ، حال دا چې دوی مینه نه بلکې هوس کړی وی. مینه نه مري او خپل څښتن خامخا یوه منزل ته رسوي. د شکسپیر یو بیت زموږ د شلمې پېړۍ یوه بل لوی شاعر عبدالرحیم مجذوب څه ښه ترجمه کړی دی:

نه پوهېږم چې دا مینه به په څه مري

عزراییل به ومري مینه به ونه مري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *