تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم، چې د تمریني مسابقو لپاره نیوزیلنډ ته تللی دی، نن خپله لومړۍ مسابقه د دغه هیواد په یوه تکړه ټیم په پنځو ویکټونو وبایلله.
افغان لوبغاړو په پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۰۷ منډې جوړې کړای شوې.
په مقابل کې یې د نیوزیلنډ نادرن نایټس ټیم د پنځو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۴۹ اور کې ۲۱۱ منډې جوړې کړې.
د نیوزیلنډ د نادرن نایټس ټیم له هغو لوبغاړو جوړ و چې تېره اوونۍ یې په هند کې په شل اوریزو سیالیو کې د نیوزیلنډ په ملي لوبډله کې برخه لرله.
پچه افغان لوبغاړو وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.
افغانستان تر دې مخکې په استرالیا او نیوزیلنډ کې نورې ټولې مسابقې ګټلي دي.