راپور: ننګیالی –

په کندوز کې د مدني ټولنو د همغږۍ لومړۍ غونډه د اختر پر څلورمه د اختریز بنډار په نامه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د اتلسو مدني ټولنو استازو، قومي مشرانو لیکوالو او ژورنالیستانو ګډون درلوده، په غونډه کې په دې خبرې وشوې چې دولت باید د کندوز خلکو ته پاملرنه وکړي، او مدني ټولنې باید په اجتماعي او فرهنګي کارونو کې له یو بل سره لاس واړوي.

د مدني ټولنو د همغږۍ دغه پروسه چې د پسرلي کلتوري ټولنې په هڅه پیل شوې هدف يې د هغو ټولنو چې فعالیت نه کوي فعالول او د ځینو فرهنګي اجتماعي او ادبي پروګرامونو په جوړولو کې ورسره د همغږو ټولنو له خوا مرسته کول دي، تر څو غیر فعال ټولنې فعالیت پیل کړي.

1 1د پسرلی ادبي او کلتوري ټولنې مشرعزت الله پامیر وايې چې د مدني ټولنو د همغږي کولو څخه دوه موخې لري، د غیر فعالو ټولنوفعالول، په اجتماعي فرهنګي او نور برخو کې د هغوي د وړتیا د کچې لوړول.

پسرلي کلتوري ټولنې له اتو کالو راپه دیخوا په کندوز کې فرهنګي او کلتوري فعالیت پیل کړی چې له اوونیزو غونډو پرته د ملي ورځو د لمانځلو، تر څنګ د ریدي ګل په نامه کلنۍ مشاعره هم کوي.

پسرلي کلتوري ټولنه هڅه کوي چې په کندوز کې د فرهنګي اجتماعي او علمي ټولنو تر منځ همغږي رامنځ کړي او ددوي اړیکې د نورو ولایتونو له فرهنګي او کلتوري ټولنوسره پیاوړي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *