تاند- د پینتاګون له وروستیو ارقامو سره سم په افغانستان کې د امریکا جنګي الوتکو هوايي بریدونه زیات کړي دي.

د پینتاګون معلومات ښيي چې د سږ کال په اګست میاشت کې د امریکا جنګي الوتکو پر طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو دومره زیاتې بمبارۍ کړي چې په تېرو دوو کلونو کې یې په بله هیڅ میاشت کې هومره نه وې کړې.

همداراز د سږ کال د جنورۍ له میاشتې را په دې خوا د نورو میاشتو په پرتله د اګست د میاشتې بمبارۍ په متوسط ډول درې برابره وې.

د باسټن ګلوب امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې د پینتاګون چارواکي وايي چې تراوسه پوري یې د سپټمبر د میاشتې د بمباریو د شمېر په اړه تحقیقات بشپړ شوي نه دي.

امریکا په داسي حال کې په افغانستان کې له هوايي قوې زیات کار اخیستو ته زور ورکړی چې تر نیمايي زیات پوځیان یې له افغانستانه وتلي او نور هم د وتلو په حال کې دي.

امریکا د افغانستان هوايي ځواک په پښو نه دی درولی او غواړي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه له ۲۰۱۴ وروسته د امریکا پر هوايي ځواک اتکا وکړي.

له ۲۰۱۴ وروسته، چې د امریکا محارب پوځیان به وتلي وي، په افغانستان کې به د شاوخوا ۱۰ زره امریکايي پوځیانو دنده د افغان ځواکونو روزنه او په جګړه کې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ وي.

باسټن ګلوب ورځپاڼه وايي چې د امریکا له مرکزي قومندانۍ څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د هوايي بریدونو په اړه معلومات ورکړي نو هغوی وویل چې د سږ کال په اګست میاشت کې د امریکا هوايي ځواک ۴۳۶ هوايي حملې کړي دي او د کال له سره د اګست تر پایه یې په متوسط ډول د میاشتې ۱۵۰ بریدونه کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت د مرکزي قومندانۍ په وینا د اګست د میاشتې د هوايي بریدونو شمېر له ۲۰۱۲ کال را په دې خوا تر بلې هرې میاشتې زیات دی.

په همدې حال کې د پینتاګون یوه چارواکي اټکل وکړ چې د هوايي بریدونو شمېر به تر اوسنۍ اندازې لږ شي.

له بلې خوا د پینتاګون چارواکي وايي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د تلفاتو شمېر خورا لږ شوی دی.

د دوی په وینا سږ کال تراوسه پوري ۴۸ امریکايي پوځیان وژل شوي حال دا چې تېر کال ۱۲۷ تنه وژل شوي ول. دوی په عین حال کې وايي چې اوس د افغان امنیتي ځواکونو تلفات زیات شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *