لکه څنګه چې د رونالدو او مرسي پلویان د هویت احساس کوي، دغه راز په مختلفو سیاسي ډلو کې حضور د هویت د لرلو ذریعه ده. مونږ ویلای شو چې د دوو فوټبالرانو د پلویانو ډلې د دوو سیاستوالو د ډلو په نسبت غیرجدي دي. همداسې به وي خو دواړه ډلې دي او کیدای شي چې د ډلبازي سبب شي. ډلبازي مثبت مفهوم نه دی. که یو څوک د خپلې خوا په ملاتړ کې له نورو سره دښمني راواخلي او یا په ناحقه د خپل لوري ملاتړ وکړي،مونږ وایو چې ډلبازه دی. په ډلبازي کې د ډلې د جوړېدو مقصد هېر شي او ځای یې خصومت ونیسي. که یو څوک د فوټبال له یوې ډلې یا یوه لوبغاړي سره زیاته دلچسپي ولري، مقصد پکې دا دی چې خوند واخلي او د تفریح لپاره موضوع ولري. که د تفریح موضوع د خصومت، کشمکش او ذهني پرېشاني سبب شي، معنا یې دا ده چې هدف ورک شوی دی. په سیاسي ژوند کې هم نیک او هوښیار بنیادم د یوه نیک اجتماعي مقصد لپاره د یوې ډلې پلویتوب کوي، نه د ډلبازۍ لپاره.
په یوه ډله او یوه اجتماعي ګروپ کې ځان احساسول د انسان شوق او بلکې ضرورت دی. ځینې چالاک کسان ممکن له دې اړتیا او لېوالتیا ناسمه استفاده وکړي او یو شمېر کسان د اجتماعي هدف په نوم په خپلې شخصي ګټې پسې روان کړي او د نورو غاړې ته یې ورواچوي.
په ورزشي، سیاسي یا بله هره ډله کې شاملېدل ښه خبره ده خو دریو خبرو ته پام پکار دی: یو دا چې اصلي هدف د ډلبازۍ قرباني نه شي او خیر په شر وانه وړي. بله دا چې په ډله کې د شاملېدا له شوقه مو څوک بده استفاده ونه کړي او خرڅ مو نه کړي، دریم دا چې که په هره اجتماعي ډله کې یو، لږ تر لږه دا پوهه باید ولرو چې که زه په یوه ډله کې د شاملېدا حق لرم، بل هم په بله ډله کې د شاملېدا حق لري او دا یوازې زه نه یم چې ځان او خپل ملګري راته نیک او هوښیار ښکاري، هر څوک همداسې وي.