تاند- هند پاکستان ته د سرحدي حملو په وړاندې سخت خبرداری ورکړ، ویې ویل چې هیواد به یې د دغو بریدونو په وړاندې کلک ځواب ووايي.

د هند دفاع وزیر ارن جیاتلي نن /پنجشنبه/ پاکستان تورن کړ چې پر هندي کشمیر بې موجبه حملې کوي او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول نور تاوتریخوالی کېدای شي د سخت عکس العمل سبب شي.

جیتالي نن په نوي ډیلي کې وویل:«که پاکستان دې ډول ماجراجويۍ ته دوام ورکړي، زموږ ځواکونه به ځواب ورکړي او پاکستان ته به یې تاوان د زغملو نه وي.»

Pak Indiaله بلې خوا په پنجاب ایالت کې د پاکستاني پوځیانو یوه چارواکي تورنجنرال خان طاهر جاوید خان پرون رویټرز خبري اژانس ته د هد او پاکستان د ځواکونو ترمنځ پر یو بل د ډزو په اړه وویل:

«دوی ته به زما پیغام دا وي، لطفاً د تشدد پراخوالی کم کړئ. پر ملکي سیمو ډزې مه کوئ. که غواړئ چې ډزې وکړئ، زما منظور دا دی چې موږ ته یې دلیل ووایاست. باید ډ ډزو دلیل وي. خو که بې دلیله ډزو ته دوام ورکوئ ، جنګي ځواب به ترلاسه کوئ.»

په تېره یوه اوونۍ کې د هند او پاکستان ترمنځ په پوله کې پر یو بل د ډزو په نتیجه کې لږترلږه ۹ پاکستانیان او ۸ هندي ملکیان وژل شوي دي.

هند او پاکستان د کشمیر پر سر درې ځلي جګړه کړې. پاکستان وايي چې د هندي کشمیر خلک دې پرېښودل شي چې یا خپلواک دولت ولري او یا له پاکستاني کشمیر سره یوځای شي خو هند کشمیر د خپلې خاورې نه جلاکېدونکې برخه ګڼي.

0 thoughts on “د هند دفاع وزیر پاکستان ته سخت خبرداری ورکړ”
  1. له تاند نه مې کله داسې پاکستان پلوه خبر نه وه لوستلی. یو یې جنرال ډېر په درانه نامه یاد شوی دی او بل د کشمیر په هکله د پاکستان داعیه پرحقه ښودل شوې ده.

  2. کشمیر د هندوستان یوه نه بیلیدونکی برخه وه او ده ، چټلستان خو په 1947 کی د هند له ګیډی او د انګریز پلار په واسطه جوړ شو. که خبره د اسلام وی نو له چټلستانه زیات مسلمانان په هندکی اوسی . له بلی خوا چټلستان د افغانستان یوه لویه برخه هم تر خپلی ولکی لاندی نیولی ده. که هند او افغانستان خپل منطقوی خارجی سیاستونه سره همغږی کړی نو دواړه به موفقه شی دا د سرطان دانه عملیات او دواړه ګاونډی هیوادونه بیرته د پخوا په شان په سوله او امنیت کی ژوند وکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *