تاند- ولسمشر اشرف غني احمدزی تېره شپه د پلچرخي محبس ته لاړ او له بندیانو سره یې د هغوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وویل چې بندیانو له ولسمشر اشرف غني احمدزي څخه مننه وکړه چې د واک له ترلاسه کولو لږ وروسته د دوی لیدو ته ورغلی دی.
بندیانو وویل چې روغتیايي ستونزې لري، یو شمېر بندیان زیات عمر لري چې باید وبخښل شي، د یو شمېر بندیانو برخلیک نا څرګند دی ځکه چې دوسیې یې نه څېړل کېږي او همداراز یو شمېر بندیان چې د قید موده یې پوره شوې لا هم په بند کې دي.
ځینو وویل چې داسي کسان هم شته چې دیارلس کاله یې په محبس کې تېر کړي خو لا یې هم برخلیک څرګند نه دی.
ولسمشر غني بندیانو ته ژمنه ورکړه چې د دوی دوسیې به د دوشنبې له ورځې وڅېړل شي.
«زما هڅه داده چې په هېواد کې د عدالت بنسټ کیښودل شي، داسې بنسټ چې موږ وکولای شو حق حقدار ته و رسوو. هڅه کوم تېرې تیروتنې جبران او د نویو مخه ونیسم خو دا ټول کارونه په یوه ورځ نه کیږي.»
ده همداراز لویې څارنوالۍ ته امر وکړ چې د بندیانو د دوسیو له بشپړولو وروسته ده ته راپور ورکړي.
ولسمشر غني په عین حال کې وویل، هغه کسان چې د افغان امنیتي ځواکونو او ښوونکو په وژلو او د ښوونځیو او مدرسو په ورانولو کې لاس لري، باید د خپل جرم په خاطر محکوم شي.
ده د بندیانو پر دوسیو د غور لپاره د یوه کمیسیون د ګومارلو تر څنګ دا ژمنه وکړه چې په څو میاشتو کې به بیا محبس ته ورشي او د بندیانو حال به بیا هم واخلي.