شریف الله دوست سرواني – هلمند
یاده لیکنه د روان ږیزدیز کال د اګسټ دېرش سوېډن کي د حاجي محمد نوزادي او درې تنو نورو نومیالیو افغانانو په ویاړغونډي ته لیکل سوې وه ، دادی اوس يې دبلون اونیزي له مینه والو سره هم شریکوو. دوست |
ډیر کله لیکوالان ، ادیبان ، سبک پېژندونکي ، او ناقدین دشاعر پر شعر او په شعر کي یې پر لفظي او بدیعي ، منظوم انځورونو باندي څه لیکي ، خودې لنډ لیکنه او یادونه کي د هیواد د یو پیاوړي شاعر پر ځانګړي ریالسټیک (رښتني) کرکټر باندي هغه چي دشاعر دشخصیت ، د شعر دخلاقیت او پنځون سره مستقیم تړاو لري ، چیري چي رښتنې شاعري زیږي ؛ هغه مقام چي پکښي دفطرت ، تخیل ، فکر ، ذهن ، ځان او روان یو ګډ ریالسټیک میکانیزم شتون لري.
شاعرۍ کي ریالسټیک کرکټرونه د پام وړ ځای لري ، همدا ځای دی چي شعر کي عاطفه ، تخیل ، احساسات حقیقي تمثیل او ریالسټیک کرکټرونه په ټولنیز لحاظ د شاعر د باوري شخصیت تضمین کوي ، په کوم شعر کي چي پورتني توکي شتون ونه لري هغه حقیقي شعر نه بلکی د رنګینو الفاظو ټولګه بلل کیږي .
په منطقي لحاظ ټول هغه فکري عناصر چي دیوه موجود په توګه تائیدیږي کرکټربلل کیږي ، دبېلګي په توګه د یوڅیز یا موجود اساسي ځانګړنه.
په رواني لحاظ په شعر کي کرکټر د هغو عاداتو، احساساتو او کړنلارو ټولګه ده چي یو فرد له بل فرد څخه بېلوي لکه پښتني کرکټر ،خو په اخلاقي لحاظ کرکټر هغه دی چي پر ځان ویسا ، راسخ عزم د فکر او عمل توافق شتون ولري.
دې اړوند استاد الفت وايي : ” یوازي شعري صفتونه او ښکلي الفاظ شعر نه بلل کیږي ، تر څو هغه کي رښتنی او ریالسټیک کیف شتون ونه لري.”
استاد روهي وايي : ” شعر کي ریالیزم د ژوند د واقعیتونو ښکاره کولو ته وايي “
دا تعریف که څه هم تر ډېره سم او پر ځای دی ، خو په خپله ژوند او دژوند واقعیتونه ډېر کړکېچن او پېچلی دی.
واقعیت له هغه څه څخه چي شتون لري او په سترګو لیدل کیږي ډېر پېچلی ، ژور او مغلق وي.
یو ریالیسټ شاعر هم د ژوند پیښي په مجرد ډول نه انځوروي ، بلکي هغه ټولي پیښي چي د ژوند له حقیقت سره تړاو لري د هغو پر څومره والي او څنګه والي باندي چي انسان اغېزمن کوي ، تر ژوري څېړني لاندي نیسي او عکاسي کوي د حقیقي شاعرۍ دا البم بېرته د ټولني مخي ته ږدي.
موږ وینو چي ادب کي ریالیزم د رومانټیزم خلاف خپل نظریات او احساسات له وقایعو سره نه ګډوي ، همداسي زموږ ملي او نومیالي شاعر پوهنمل حاجي محمدنوزادي هم دا تناسب په پوره غور په پام کي نیولی دی.
دا هم دیادولو وړ ده چي په ریالیزم کي ستاینه د ستایني لپاره نه ده او په همدې ټکي کي يې له نېچرالیزم سره جوت توپیر ډاګیز دی.
دشاعر مینه – نفرت ، دسمون په موخه انتقادي ژبه ټول ریالسټیک کریکټرونه دي.
هغه چي پر ټولنیز ژوندانه کي پر نفاق باندي له اتفاق څخه کرکه او نفرت لري د خپل هیواد او خلکو سره مینه و لري او دسمون لپاره يې انتقادي ذهن او ژبه ولري.
ریالیزم کي که مینه هر څومره وستایل سي بیاهم په تکراري ستاینه ارزي او له حقیقته نه وزي .
کرکه د میني ضد ده ، که کرکه نه وایي د میني نوم به نه وايي ،د الله [ج] په تکویني نظام کي ، دکایناتو او بشریت په پیدایښت کي تضادونه شتون لري ، شاعر هم دخپل پنځوني تومنه له همدې کایناتو اخلي ، د تخلیقي نظام او قانون سره سم يې ترسیموي ، که چیري له اړوند قانون څخه پښه واړول او له حقیقته لیري یې یوازي پر خیال پردازیو تکیه و کړل ، دې ته بیا شاعرانه ریالسټیک انځور او کرکټر نه سو ویلای.
د ریالسټیکو سوژو د رابرسېره کولو لپاره د شاعر او عادي کس تر منځ توپیر په دې کي دی چي که يې بېلګه سترګي راوړو ، نو سترګي موږ ته له ټولوغړو رانژدې دي ، خو عادي کس ځان پرې پوره نه ویني ، خو شاعر دا ځانګړنه لري چي ، هم ځان وویني هم جهان او دجهان حقیقي انځور واخلي.
موږ وینو چي دبشریت دمعرفت تاریخچه له شعره را پیل کیږي پر فلسفه مرور کوي او په علم و عمل پای ته رسیږي.
په ریالسټیک کرکټرونو کي د ظاهري نړۍ دحقایقو درک او عکاسي صورت نیسي شاعر يې د باطني نړۍ د درک لپاره هم څلورګوني شاعرانه حسونه په کار اچوي لکه : خیال ، حافظه ، تذکر او تفکر.
ریالسټ شاعر تل پر بنسټیزو موضوعاتو ، چي دټولني په کړو وړو کي لومړنی او ژور اغېز لري خبري کوي او پر غیري عادي او تصادفي پیښو تکیه نه کوي.
زموږ ریالسټ شاعر که څه هم دهیواد څخه پردېس او لیري دی ،خو قلباً او روحاً په هیواد کي دی او د بیدو پښتنو د راویښولو او له ډبیدو له ژغورلو لپاره له زرګونه میله لیري څخه نارې وهي :
په شپېلۍ مي لر او بر کي
مړ پښتون راویښولای
و هغوی ته مي په زغرده
د حاکم په شان ویلای
چي په ګده يې کښتۍ خپل
ډبېدو څخه ژغو رلای
(زینې ، ۲۰۱۴،۲،۸)
پورته شپږو بیتونو کي دپښتني ټبر د ژغورلو او ویښولو یو ریالسټیک درد نغښتی دی ، چي شاعر یې د خپل کرکټر او ممتاز صفت له مخي ، د ویښتیا چیغي وهي ، تر څو ویده پښتون ویښ او خپل طوفاني کښتۍ تر ساحله ورسوي او وژغوري.
شاعر بل ځای دخپلو خاپوړو د سیمي دحقیقي ژوند معصوم او ماشوم ژوند تصویر را ښيي ، د اروپا ښکلاګاني او رڼاګاني کاذبي او مصنوعي ګڼي خو دخپل هیواد رښتنې دوړه یزه څېره يې خوښیږي او یادیږي.
بېلګه :
ما هغه کلي ته بوزئ
چي کوڅې له خاورو ډکي
چي دخټو وه کورونه
زما هغه ګودر یادیږي
مازدیګر چي به کټ کټ وو
چي منګي وه کتارونه
ترپایه…
(قبرونه ،۲۰۱۳،۸،۱۴)
بل ځای وینو چي شاعر په خپل شعر کي د خپل وطن او هیواد د جګړې د څلوېښتۍ (څلویښت کالو) کیسه او فلسفه نغښتې ، د جنګ او وژنو حقیقي انځور یې اخیستی هغه جنګ چي ملي بنیادونه يې ولړزول ، افغانستان يې په قبرستان و نوماوه ، په تول پوره ملت يې ټوټه ټوټه او د نړۍ د کډوالۍ او پردېسۍ شومه کړ ، صالح واکمنان ووژل سول ، د ناپوهۍ فرمانونه جاري سول ، قلمونه مات سول ټوپکونه حاکم سول ، سیاسي رنځ او ناروغي راګډه سوه ، فقر منګولي ټینګي کړې ، د احتیاج ورونه پرنیستل سوه ، دا ټول هغه ترخه حقیقتونه دي چي شاعر بیان کړي دي او پر ځای دي ، له حقیقته باید خجالت ونه ایستل سي ، شاعر په ډېر صداقت پورتني ناورینونه په ریالسټیکه توګه ، په ډېر ماهرانه او شاعرانه انداز انځور کړي دي .
په پای کي که غواړو چي د ښاغلي پوهنمل حاجي محمد نوزادي ریالسټیک کرکټر ځان ته معلوم کړو نو د ده د شاعرۍ له ادرسه څخه يې ډېر ښه پېژندلای سو ، دادب کاروان کي ښاغلی نوزادی یوپیاوړی شاعر او پر هیواد مین زړسواند انسان دی ، عمر يې اوږد بریا يې نصیب .
پای
۲۰۱۴/۸/۱۹