چې په دې مالت کې ورک نه شې. دا د پاتریک مودیانو د وروستي ناول  نوم دی. (چې د ۲۰۱۴ د اکتوبر پر دویمه له چلپه راووت)

يو څوک د یو لیکوال د ادرسونه کتابچه مومي او په دې پلمه یې د پلټنې په داسې یوه ماجرا کې ښکېلوي چې د تېر وخت یادونه په کې مرکزي نقش لري.

د نوبل د جایزې پر مهال کېدای شي دا څو کرښې درته جالبې واوسي.

نجیب

چې په دې مالت کې ورک نه شې.

د پاتریک مودیانو د وروستي ناول لومړۍ کرښې.

تقریباً هېڅ. لکه د یوې حشرې چیچل چې به لومړي سر کې درته ډېر سرسري ښکاري. یا کم له کمه تاسې ځان ته، په ټيټ غږ، همداسې وایاست چې ځان پرې ډاډه کړئ. تلېفون د مازیګر د څلورو بجو شاوخوا د ژان درګان به ځای کې، په هغې کوټې کې چې هغه ورته خپل دفتر وایه، زنګ وواهه. هغه د کوچ په تل کې، له لمره خوندي، خوب وړی و. او دا زنګونه، چې هغه یې له ډېرې مودې راهیسې له اورېدو سره نه و روږدی،  نه درېدل. ولي دومره ټينګار؟ کېدای شي چې هغه چا چې زنګ وهلی و، د تلېفون قطع کول یې هېر شوي وي. اخر، پورته شو ، د کوټې هغې برخې ته ورغی چې کړکۍ ته نېږدې وه او لمر په کې لګېده.

–          غواړم چې له ښاغلي ژان درګان سره خبرې وکړم.

یو پوست، ګواښونکی غږ. لومړی یې همداسې و انګېرل.

–          ښاغلی درګان، غږ مې اورئ؟

درګان وغوښتل چې غوږۍ کښېږدي، خو څه فایده؟ زنګونه به بیا شرو شي او نه به درېږي. پرته له دې چې د تلېفون مزی د تل له پاره غوڅ کړي…

–          په خپله یم.

–          ښاغلیه، ستاسې د ادرسونو د کتابچې په اړه مې در سره خبرې کولې.

یوه میاشت مخکې یې په یو رېل ګاډي کې، چې د مدیترانې د غاړې لاجوردي ساحل ته یې وړ، ترې ورکه شوې وه. د ادرسونو کتابچه به یې د کورتۍ له جېبه هغه مهال ښوی شوې وه چې ټکټ یې کنترولر ته د ښولو له پاره را ایستلی و.

–          ما ستاسې په نامه د ادرسونو یوه کتابچه موندلې ده.

پر خړه پوښتۍ یې لیکل شوي وو : که دا کتابچه ورکه شي نو په دې پته یې واستوئ. او درګان، یوه ورځ، بې له دې چې فکر پرې وکړي، په هغه ځای کې خپل نوم، خپله پته او خپل د تلېفون نمبر لیکلي وو.

–          زه به یې کور ته دروړم. په کومه ورځ او کوم وخت چې ستاسې زړه وي.

ریښتیا هم، غږ پوست او ګواښونکی و. درګان لا دا سوچ هم وکړ چې کېدای شي د کوم شانتاژ کوونکي غږ وي.

–          ښه به وي چې بهر، چېرته سره ووینو.

هڅه یې کوله چې خپله ناراحتي پټه کړي. خو غږ یې، چې ده هڅه کوله چې بې تفاوته ښکاره یې وښیي، ورته ناڅاپه ترهېدلی غوندې ښکاره شو.

–          څنګه چې ستاسې خوښه وي.

یوه چوپتیا.

–          حیف دی. زه ستاسې له کور سره نېږدې یم. غوښتل مې چې په خپل لاس یې دروسپارم.

درګان له ځان سره فکر وکړ چې هسې نه چې سړی د بلاک مخکې ولاړ وي او د ده د وتلو انتظار باسي. باید ژر یې ترې ځان خلاص کړی وای.

اخر یې وویل: سبا ، پس له غرمې، به سره ووینو.

–          څرنګه چې ستاسې خوښه وي. خو بیا به نو زما د کار له ځای سره نېږدې ووینو. د سن لازار د رېل سټېشن څنګ ته.

د تلېفون د ايښودلو تکل یې وکړ خو بیا یې ځان کابو کړ.

هغه بل وویل: د ارکاد سړک مو لیدلی دی؟ په یوه قهوه خانه کې به سره وګورو. د ارکاد سړک، ۴۲ نمبر. سبا، د مازیګر پر پینځو.

درګان پته ولیکله. سا یې تازه کړه:

–          ډېر ښه، ښاغلیه. سبا، د مازیګر په پینځو، د ارکاد سړک ۴۲ نمبر.

بې له دې چې ځواب ته منتظر شي، تلېفون یې بند کړ. پښېمانه و چې داسې عجولانه کار یې کړی و خو پړه یې پر ګرمۍ واچوله چې له څو ورځو راهیسې یې پاریس پر سر اخیستی و. د سپتمبر میاشتې له پاره یوه بې ساري ګرمي چې د ده یوازې والی یې لا پسې ګراناوه. د لمر تر پرېوتو یې دې ته اړ ایسته چې په دې خونه کې پاتې شی. بل، تلېفون هم د څو میاشتو راهیسې زنګ نه و وهلی. ځان سره یې چورت وواهه چې هغه پر مېز پروت موبایل یې وروستي ځل کله کارولی و؟ سم یې کارولای هم نه شو، هر وار به په تڼیو کې تېرواته.

که نا اشنا سړي تلېفون نه وای کړی، د کتابچې ورکېدل به یې له یاده وتلي وو. یو وار یې هڅه وکړه چې هغه نومونه چې په کې وو، رایاد کړي. تېره اونۍ یې کوشش کړی و چې له سره یې جوړه کړي. پر یوه سپینه پاڼه یې یو لست هم جوړ کړی و. یوه شېبه وروسته یې پاڼه څیرې کړې وه.

د داسې چا نوم په کې نه و چې د ده په ژوند کې یې اهمیت درلودلی وي او ده دا اړتیا نه وي حس کړې چې پته او د تلېفون شمېره یې یاداشت کړي. ټولې پتې او شمېرې یې په یادو زده وې. په دې کتابچه کې یوازې هغه اړیکې وې چې خلک یې مسلکي بولي او یو دوه داسې پتې هم وې چې سړی فکر کوي چې یوه ورځ به په ښه راشي. تر دېرشو نومونو زیات نه وو. لا په دې کې یو شمېر داسې هم وو چې باید پاک کړي یې وای څکه چې له استعماله وتي وو. یوازینی شی، چې د کتابچې له ورکېدو یې اندېښنه ورته پیدا کړې وه، دا وو چې ده په کې خپله پته او خپل نوم لیکلي وو. البته ده کولای شول چې هر څه همدلته و دروي او هغه سړی پرېږدي چې د ارکاد سړک په ۴۲ نمبر کې انتظار وباسي. خو بیا به یو څه همداسې ځوړند پاتې وو، لکه یو ګواښ. هغه ډېر ځله دا خیال پلو وهلی و چې یو ماسپښین به تلېفون زنګ وهي او یو خوږ غږ به ورسره وعده ږدي. د یو ناول نوم، چې پخوا یې لوستی و، لا هم ورپه یاد و: د لیدلو وختونه. شاید چې د ده له پاره به دا وخت تېر شوی نه و. خو د یوې شېبې مخکې غږ ورته چندان ډاډ ورکوونکی نه ښکارېده. هم پوست، هم ګواښونکي. دا غږ. هو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *