تاند- د ماشومانو د حقونو او تعلیم ملاتړې ملالې یوسفزۍ د هند کیلاش ساتیارتي نن /جمعه/ د سولې نړیواله جایزه وګټله.
د ناروې د سولې کمېټې اعلان وکړ چې دا جایزه یې دې دواړو ته د ماشومانو او ځوانانو د ځپلو په وړاندې د مبارزې او د ماشومانو او تعلیم لپاره د هلوځلو په خاطر دوی ته ورکړې ده.
نوبل د سولې نارویژۍ کمیټې نن اعلان وکړ چې سږ کال به دنوبل جایزه سږ کال پښتنې پیغلې ملالې یوسفزۍ او دماشومانو دحقوقو په برخه کې هندي فعال کایلاش ستیارتي ته ورکوي.
د نوبل دکمیټي مشر وویل دغه جایزه دغو دو تنو ته ځکه ورکوي چې دماشومانو دتعلیم او حقوقو په برخه کې فعاله دي .
هغه وویل دغه جایزه په حقیقت کې سرزورو او افراطي ډلو ته یو پیغام دی چې نړۍ به دملالې په شان د خلکو درناوي کوي
له دې مخکې ملالې ته د نورو جایزو ترڅنګ د هالنډ یوه سازمان ” کډز رایټس فاونډېشن ” له لوري ” انټرنېشنل چلډرنز پېس پرایز ” نومي جایزه ورکړله شوه.
وسله والو طالبانو سوات کې د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې ملاله یوسفزۍ د ښځو لپاره د زده کړو عامولو هڅو له کبله په ډزو وویشتله.
له هغه بریده وروسته لومړی د ملالې درملنه پاکستان کې وشوه او وروسته
ملالۍ یوسفزۍ، چې اوس ۱۷ کلنه ده، ډ ۲۰۱۲ میلادي کال په اکتوبر میاشت کې له ښوونځي څخه کور ته روانه وه چې وسله والو سخت دریځو پرې په سوات کې ډزې وکړې او وروسته د درملنې لپاره بریتانیا ته ولېږدول شوه. د دې تداوي د برمنګم ښار په یوه روغتون کې وشوه او د سږ کال په مارچ کې یې په همدغه ښار کې درس له سره پیل کړ.
ساتیارتي د عدم تشدد د سرلارې مهاتما ګاندي لاروۍ ده. دې د د پیسو د ګټلو لپاره د ماشومانو د استثمارولو پر ضد په مختلفو ډولونو سوله ییز اعتراضونه او مظاهرې تنظیم کړي دي.
له دې مخکې ملالې ته د نورو جایزو ترڅنګ د هالنډ یوه سازمان ” کډز رایټس فاونډېشن ” له لوري ” انټرنېشنل چلډرنز پېس پرایز ” نومي جایزه ورکړله شوه.
زمونږ لپاره ستر د ویاړ څای دی. الله دی تل همداسی هڅانده او کامیابه لری.
بښتنی ملالی مپارک دی وی . ټوله نړي او به څآنګړی ډول لوی افغا ن اولس به تا ویاړی
WE ARE PROUD OF YOU AND LOVE YOU:
We pride on Malaly, she is the real daughter of our previous mother Malaly they both light the name of their nation in the world. Now the other nations of the worlds should know that the great pashton nation, which is refutationlly introduced cruel by some of the world for rest of the world, in fact the man and woman of this nation is always sacrifices for peace and prosperity of the world.
Long live our passed and a live hero’s