تاند- د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې په پاکستان کې یو برمته شوی جرمنی له دوو کلونو وروسته خوشي شوی او اوس په افغانستان کې د جرمني د سفارت چارواکو ته سپارل شوی دی.

د جرمني سفارت تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو په برلین کې د جرمني د باندینو چارو وزارت اعلان وکړ چې دوه کاله پخوا په پاکستان کې یو برمته شوی جرمنی خوشي شوی او اوس په خوندي ځای کې دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې د دغه خوشي شوي برمته روغتیايي حال ښه دی.

د جرمني بیلد ورځپاڼې د دغه جرمني، چې د خیریه چارو کارکوونکی و، نوم بیرند ایم ښودلی او ویلي یې دي چې د جرمني خاصو ځواکونو د طالبانو له منګولو څخه د نوموړي په خلاصون کې مرسته وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *