تاند- په کویت کې یو افغان د خپلې سریلانکايي انډیوالې د وژلو په تور نیول شوی دی.

د کویتي رسنیو له مخې، راپورونه وايي چې دغه افغان له یوې ۳۳ کلنې سریلانکايي ښځې سره، چې وژل شوې ده، اړیکې لرلې.

د کویت عرب نیوز ورځپاڼې لیکلي چې نیول شوي افغان اعتراف کړی چې سریلانکايي ښځه یې لومړی وهلې او بیا وژلې ده ځکه چې ده پرې شک درلود چې له بل سړي سره تار لري.

رسنیو د نیول شوي افغان د نوم او نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

عرب نیوز ورځپاڼې ویلي چې پولیسو نیول شوی افغان اړوندو عدلي او قضايي اورګانونو ته معرفي کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *