رپوټ : بختیار ساحل –
د خيبر پښتونخوا شپاړس کلنو ځوانانو کرکټ ملي لوبډله د هېواد شپاړس کلنو ځوانانو کرکټ ملي لوبډلې سره د يو لړ تمريناتي سياليو ترسره کولو په موخه د شنبې په ورځ جلال اباد ښار ته را ورسېده .
په ختيځ زون کې د کرکټ بورډ ادارې مشر قرار عزيزي د يوه رسنيز کنفرانس په ترڅ کې وويل ، چې د خيبر پښتونخوا کرکټ شپاړس کلنو ځوانانو لوبډله په يوه رسمي سفر ننګرهار ته راغوښتل شوې ، چې دلته به د هېواد شپاړس کلنو ځوانانو کرکټ ملي لوبډلې سره تمريناتي لوبې ترسره کړي .
د عزيزي په ټکو ، چې يادې لوبډلې ته يې په ننګرهار کې هر ډول سهولتونه برابر کړي او ډاډ يې څرګند کړ ، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به ښې لوبې ترسره شي .
دغه راز د هېواد کرکټ بورډ ادارې استازي سيد رحمن په خپلو څرګندونو کې وويل ، چې د خيبر پښتونخوا او هېواد شپاړس کلنو ځوانانو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د يکشنبې په ورځ په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې لومړنۍ لوبه ترسره شي ، چې په څلوېښتو اورونو به مشتمله وي .
د نوموړي په وينا د دواړو لوبډلو ترمنځ به څلور لوبې ترسره شي ، چې ټولې به تمريناتي سيالۍ وي .
دغه راز د خيبر پښتونخوا کرکټ ملي لوبډلې روزونکی ملک فرمان وايي ، چې تر دې وړاندې يې هم افغانستان ته سفرونه کړي او تل يې هڅه کړې ، چې په خپله اکاډمۍ کې افغان لوبغاړي وروزي .
د ده په وينا ، چې دغه سفر يې هم په دې موخه ترسره کړی ، څو د افغانستان شپاړس کلن ځوانان په راتلونکي ايليټ کپ سياليو کې ښې لاسته راوړنې ولري .
دی وايي په لوبډله کې يې د پاکستان شپاړس کلنو ځوانانو تکړه لوبغاړي هم شتون لري .
همدارنګه د وړتيا سپورټ ادارې مشر اکرام الله اکرام دغه ډول سيالۍ خورا مهمې وګڼلې او خوښي يې وښودله ، چې افغانستان ته له پولې د ها غاړې لوبډلې هم راځي .
د يادونې ده ، چې دغه تمريناتي سيالۍ په قطر کې د شپږو هېوادونو ترمنځ د ايليټ جام سياليو په موخه په لاره اچول شوي .
افغان شپاړس کلن کرکټ ټيم به د روانې مياشتې په شلم تاريخ قطر هېواد ته په يادو سياليو کې د ګډون په موخه سفر وکړي ، چې پر افغانستان سربېره به په کې د عمان ، اماراتو ، کويټ ، قطر اوايران لوبډلې هم برخه ولري .