په هغو دوو جلا  پیښو کې چې پرون د دهراود او چوري په ولسوالیو کې رامنځته شوي ۱۹ تنه ملکې وګړو ته پکې مرګ ژوبله اووښتي.

لمړي پیښه د سړک غاړي یوه ماینچادونه وه چې پرون سهار د جمعي په ورځ د ۱۱:۳۰ دقیقو پر مهال د دهراود ولسوالۍ پوري اړوند (مورچې قلعه) ته څیرمه د ملکې وګړو پر موټرسایکلو باندي شوي او پکې  ۵ تنو ته مرګ ژوبله اووښتي چې ۲ ئي شهیدان او ۳ نور ئي ټپیان دي.

په شهیدانو کې یو تن د کندهار ولایت د عالي دارالمعلمین محصل او بل تن ئي د دهراود ولسوالۍ د یوي لیسي پوري اړوند د دولسم ټولګې زده کوونکۍ دي، ذکر شوي پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې دوي غوښتل د دهراود له بازاره څخه د سویل پر لور د تفریح په مؤخه سفر وکړي چې د مورچې قلعه  ته څیرمه د دوي نقلیه وسایط د سړک غاړي پر یو ماین ور برابر شو.

دویمه پیښه هم د سړک غاړي یوه ماینچاؤدنه وه چې پرون شپه د ۱۰:۲۰ پر مهال د چوري ولسوالۍ پوري اړوند د انعام په کلي کې د ملکې وګړو په یو ټونس ډوله موټر باندي شوي او پکې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي چې ۴ تنه ئي شهیدان او پاتې نور ۱۱ تنه ئي ټپیان دي چې د ځینو ټپیانو وضعیت وخیم ښودل شوي.

ذکر شوي پیښه د چوري ولسوالۍ په میله ځاي کې رامنځته شوي چیرته چې هر  کال د ارزګان ولایت د مختلفو سیمو خلک د اختریزي میلي او تفریح په مؤخه سفر کوي، باید وویل شي چې په چوره ولسوالۍ کې اختریزي میلي هر کال د یو دود په څیر لمانځل کیږي چې تر ۷ ورځو پوري دوام لري.

د یادؤنۍ ده چې پدي وروستیو کې د دولت وسله والو مخالفینو د سړک غاړي ماین ښخولو ته مخه کړي او ډیرۍ وختونه ئي ملکې وګړي پکې په نښه کړي وي.

دوست محمد نایاب
د والي ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *