تاند- د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د کابل بانک د قضیې په تړاو تراوسه پوري۷ تنه نیول شوي دي.
د لویې څارنوالۍ ویندوی بصیرعزیزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کابل بانک د پیسو د غلا کولو په تړاو د ۲۱ تنو د نیولو حکم صادر شوی دی.
عزیزي همداراز وویل، شېرخان فرنود، خلیل فیروزي او د افغانستان بانک د پخواني رييس عبدالقدیر فطرت په شمول ۲۱ تنه د کابل بانک په قضیه کې ښکېل دي.
ده وویل چې فرنود او فیروزي په توقیف کې دي خو فطرت د امریکا په متحدو ایالتونو کې دی مګر طارق میران، محمد قسیم رحیمي، شېراقا، بسم الله، محبوب شاه فروتن او محمد عارف سالک تازه نیول شوي دي.
د ښاغلي عزیزي په وینا پاتې کسان هم د لویې څارنوالۍ له لوري تر تعقیب لاندې دي او نړیوالو پولیسو یا انټرپول ته هم ویل شوي چې د هغو په نیولو کې مرسته وکړي.
لویې څارنوالۍ د کابل بانک د دوسیه له بشپړولو وروسته د استناف محکمې ته سپارلې او له هغې یې غوښتي چې په ټاکلي وخت کې دا دوسیه وڅېړي.
د استیناف محکمې ريیس ویلي چې سر له سبا /یشکنبې/ به پر دوسیې غور پیل کړي.
ولسمشر اشرف غني احمدزي د دې دوسیې لپاره ۶ اوونۍ یا یوه نیمه میاشت وخت ټاکلی دی.
لویه څارنوالی هغه دوه لوی نهنګان د فهیم ورور چی اوس یی نوم یاد ته نه راځی او محمود کرزی ولی نه نیسی هغه هم باید ونیول شی.ډیری پیسی خو همدغه دوو کسانو غله کړی دی