تاند- د ایران دولتي خبري اژانس وايي چې پنځه تنه افغانان چې په سوریه کې وژل شوي وو، په قم کې خاورو ته سپارل شوي دي .

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، دا پنځه تنه د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې خلاف په جګړه کې وژل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د پنځو واړو مړي په قم کې خاورو ته سپارل شوي دي.

تر دې مخکې ویل شوي و چې ایران په سلګونو افغانان عراق او سوریې ته د اسلامي دولت له وسله والې ډلې سره جګړې ته لېږلي دي.

یو شمېر افغانانو رسنیو ته ویلي دي چې ایران هر افغان افغانان د میاشتې د دوو سوو ډالرو او د ایران د اقامت په وعده سوریې ته لېږي څو د بشار اسد د رژیم په دفاع کې وجنګېږي.

ایرانا په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا افغانان له کومه ځایه د چا له خوا سوریې ته استول شوي وو. دې خبري اژانس دا هم نه دي ویلي چې دا پنځه تنه د سوریې په کومه سیمه کې وژل شوي او جسدونه یې د چا له خوا قم ته وړل شوې دي .

تر دې پخوا د عراق د پخواني رژیم صدام حسین پر خلاف په جګړه کې هم په سلګونو افغانان د ایران په دفاع کې وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *