تاند- د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو نن /یکشنبه/ خبرداری ورکړ چې که د افغانستان پر ختیځ د پاکستان له لوري راکټي بریدونه دوام وکړي دوی به له امریکا سره امنیتي موافقه په یو اړخیز ډول لغوه کړي.

سناتورانو د امریکا او افغانستان له امنیتي موافقې وروسته پر کونړ ولایت د پاکستان د توغندويي بریدونو د دوام په وړاندې د امریکا چوپتیا وغندله.

دوی وویل چې د ډیورند کرښې له پوري غاړې څخه پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځ د حملې موضوع به له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره مطرح کړي.

د افغانستان تېر حکومت څو ځلي خبرداری ورکړ چې د پاکستان حملې به بې ځوابه پرېنږدي خو عملاً یې تر پایه د پاکستان بریدونو ته ځواب ونه وایه.

د افغانستان د قبایلو او سرحدونو د چارو وزیر ډاکتر اکرم خپلواک، چې اوس هم د دغه وزارت سرپرست دی، ویلي و چې افغانستان د دې لپاره د پاکستاني پوځ حملو ته متقابل ځواب نه وايي چې هغې خوا ته هم افغانان اوسي. د ډاکتر خپلواک په وینا د کرښې دواړو خواوو ته مومند، مشواڼي او سالارزي اوسي.

دا په داسي حال کې ده چې ځیني کتونکي وايي چې د پاکستان هدف دا دی چې افغانستان ځوابي برید وکړي څو د کرښې د هغې غاړې خلک له افغانستان سره اختلاف پیدا کړي.

په وروستیو څو ورځو کې د پاکستان له لوري د درنو وسلو بریدونه زیات شوي دي.

د کونړ چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر دانګام ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو نژدې ۱۰۰ توغندي لګېدلي دي.

0 thoughts on “د پاکستان د حملو په وړاندې امریکا ته د مشرانو جرګې د غړیو خبرداری”
  1. ترټولو ښه چاره به داوی چی پر پاکستان هراړخیز سیاسی او دیپلوماتیک فشار زیات شی. دا موضوع په کابل کی له مقیم کوردیپلماتیک هییات له مشرانو ، ګاونډیو او اسلامی هیوادونو له مشرانو او له لویو قدرتونو نه په کلکه وغوښتل شی چی پر پاکستان فشار راوړی ، تر څو له افغانستان سره په رښتینی سولی او ښه ګاونډیتوب او د ملګرو ملتونو د منشور په رعایتولو سره سوله ایز تعامل وکړی او که پاکستان له خپل لجاجت نه لاس نه اخلی باید افغانان هم د خپل ځان د دفاع لپاره ځانونه تیار کړی. که زمونږ وران او کنډواله هیواد لږ ورانیږی د دوی آباد او له نفوسو ډک هیواد به څو برابره زیات تلفات ورکړی او مسوولیت به هم د دوی په غاړه وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *