لیکوال: ظفرخان (درانی )

زمونږ د ګران هېواد  افغانستان د دنګو غرونو په لړیو کې د  اوبو څخه ډک، توند، او چټک سيندونه په شور او زوږ سره بهېږي چې د اوبو مستې څپې او شرنګهار یې زړونو ته خوښي ور بخښي ،زمونږ سيندونه د لوړو غرونو د هسکو څوکو څخه سر چېنې اخلې او په کږو وږو لارو په ځوړو کې را غورځېږي  چې هر یو غورځنګ یې د مېنې ټپې وایې او په  هېواد کې یې زړه راښکونکې درې جوړې کړې دي چې هېواد ته یې طبعي ښکلا هم ور په برخه کړې ده.

دا سېندونه په هېواد کې د زرګونه میګا واټه بریښنا په تولید، او د زرګونه هکټاره ځمکو په خړوبولو ، او د هېواد په سمسورتیا کې د پام وړ ونډه اخیستلای شي ، خو له بده مرغه مونږ له خپلو سيندونو څخه لکه څرنګه چې لازمه ده هسې ګټه نه ده پورته کړې ، زمونږ د مستو سيندونو د اوبو ډیری برخه ګاونډیو هیوادونو ته ور توئیږي او دوی ورڅخه ګټه اخلي خو د هېواد  خړې دښتې او سپېره ډاګونه ور څخه بې برخې او تږي پاتې کیږي.

د افغانستان سيندونه داوبو لرونکو حوزو له مخې په څلورو حوزو وېشلای شو.

لومړی حوزه د هندوکش دغرونو شمالي لړی ده  چې د آمو سيند او دهغه مرستيالان، د کوکچي سيند د واخان او بدخشان او کندز سيندونه پکې بهېږي

دوهمه حوزه د هندوکش دغرونو سهېلې لړی ده  چې دکابل سيند او د هغه مرستيالان (دکنړ ،علينګار ،پنجشير او لوګر سيندونه ) په کې بهېږي .

دريمه حوزه هم د بابا دغره مرکزي او شمالي سيمې او د سپین غر شمالي او سهېلې سيمې چي په هغې کې د تاشقرغان (خلم) بلخ آب (عشق اباد) د اندخوي،آب سفيد (ميرآباد) د مرغاب او هريرود سيندونه بهېږي.

څلورمه حوزه دبابا او سپین غره دغرونو سهېلې سيمي دي چې دهلمند ،ارغنداب ،خاشرود ،ادرسکن ،ګودزيره ،دچيګائي کوچنی سيند او د پشين لوره سيندونه پکې بهېږي .

د پورتنیو سیندونو سره سره زمونږ ګران هېوادوال په تیارو کورونو کې شپې تیروي ، په صنعتي چاروکې د بریښنا څخه ګټه اخستل خو په ځای پریږده، صنعت خو مو لا په نشت حساب دی ، څه نا څه بریښنا چې لرو د هغې بټن هم د بهرنیا نو په لاس کې ده او له بهر څخه یې را واردوو ، په هیواد کې د پخوانیو بریښنا بندونو د ماشينونو ډیری برخه له کاره لویدلې ده،  له بلې خوا مونږ ادعا کوو چې افغانستان یو کرهڼیز هیواد دی او کابو اتیا سلنه وګړي یې په کرهڼه بوخت دي  خو زمونږ ارتې دښتې او ځمکې شاړې پرتې دي او له بهرنیو هېوادونو څخه غلې دانې، واردوو ، له بده مرغه د ښاغلي کرزي د حکومت په دوره کې اوبو،بریښنا او کرهڼې ته ډیره پاملرنه ونه شوه

او په دې برخه  کې بنسټیز کارونه تر سره نه شول

که د ښاغلي غني د حکومت چارواکي د هیواد مستو سیندونو ته پام ورواړوي  او په دې برخه کې د بهرنیو او کورنیو پانګوالو توجه را جلب کړي او ورباندې د بریښنا او ابولګولو پخوانې بندونه بیا ورغوي او تر څنګ یې نوي بندونه ودان کړي نو د هېواد دا شاړې ځمکې به سمسورې شي ، د ژوند چاپېریال به مو شین او تازه و ګرځي د سېلابونو د راتګ له کبله دځمکو د تخریب څخه به هم مخنیوی وشي، خلک به مو د بریښنا خاوندان شې ، دغه راز به له بریښنا څخه په تولید کې کار واخستل شي  او هېواد به د اقتصادي او ټولنيز پرختګ پر خوا و خوځیږي

د یو سوکاله او په ځان بسیه افغانستان په هېله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *