د ارګ نن او پرون د نوميالي ليکوال او شاعر استاد علم ګل سحر اثر دی، چې په ۱۳۹۱ لمريز کال کې ليکل شوی او په ۱۴۵ مخونو په ښکلي کاغذ او ډبلې پښتۍ د جمهوري رياست د عالي مقام دفتر له لوري په ۲۰۰۰ تېراژ چاپ شوی دی.
په دې مهم اثر کې د ارګ په اړه مهم معلومات ځای شوي دي. په ارګ د تېريو شوي نظامونو، د پلازمېنې کابل، د ارګ د تاريخي او جغرافيايي معلوماتو تر څنګ د حاکمانو په اړه هم راته په زړه پورې معلومات لري.
په دې اثر کې په ارګ د امير عبدالرحمان خان له دورې را په دې خوا تر اوسه تېر شوي نظامونه په لنډ ډول تشريح شوي دي.
دا کتاب چې لولې! د کابل په خاوره د انقلابونو ورځې شپې، د پاچاهانو د اقتدار او زوال وختونه سترګکونه درته کوي او داسې به انګېرې چې د هيواد د يو ستر پرتمين کور په غولي د تېرو شويو وحشتونو معرفت راته کېږي.
ارګ زموږ د زرګونو ککريو رژېدو ځای، ارګ زموږ د ټولو ارمانونو هديره او ارګ زموږ د اميدونو سبانۍ او نننۍ ماڼۍ.
د سحر صاحب اثر له تاريخي پلوه په زړه پورې اثر دی، چې د ګران هيواد افغانستان زړه را پېژني.
د دې اثر ليکل له څو لوريو ګټور دي، يو دا چې په دې کتاب ډېره خواري شوې ده، سحر صاحب، ډېر کتابونه پسې کتلي دي او بيا يې د هرې موضوع غورچاڼ د خپلو مشاهداتو سره په لوستونکيو لورولی يعنې ګټور او کره معلومات پکې را غونډ شوي دي.
ډېر ځله محصلين د اوښتون کلتوري ټولنې ته په دې موخه راځي، چې د مونوګرافونو د ليکلو لپاره کره او ګټور مواد نه لري، نو د اجتماعي علومو د کتاب ليکلو او مونوګراف ليکنې لپاره يوه باوري ماخذ هم دا اثر کېدای شي.
هغه څوک چې د افغانستان د تاريخ په اړه څه ليکي نو له دې اثر څخه هم استفاده کولای شي او د يو باوري ماخذ په توګه ترې ګټه اخيستی شي.
بله دا چې زموږ تاريخ تر ډېره د نورو له خوا ليکل شوی، نو دا يو داسې اثر دی، چې زموږ د خپل ليکوال له خوا ليکل شوی، قضاوتونه او مشاهدات پکې د افغانستان د کلتور او فرهنګ مطابق او په ګټه راغلي دي، دروغ به پکې نه وي او په رښتيني ډول د يو تاريخي او جفرافيايي اثر تنده پرې ماتېدای شي، په دې اثر کې د ارګ بېلابېل تصويرونه هم خپاره شوي دي، لوستونکی داسې انګېري لکه خپله چې په ارګ کې ګرځي.
د ارګ د ځينو مشهور پالونکو پېژندنې او تصويرونو ته يې هم پام شوی دی، د ارګ مشهور شاعر، ملا امام او داسې نور پکې په لنډ ډول پېژندل شوي دي.
په دې اثر کې خيالي خبرې نه دي شوي، بلکې د څېړنې او باوري سرچينې په مټ معلومات راغونډ شوي دي.
د دې کتاب ځينې عنوانونه په دې ډول دي:
کابل د پايتخت په توګه، د ارګ له جوړېدو د مخه د دې سيمې پېژندنه، د ارګ جوړول، د ارګ پېژندنه او جغرافيايي موقعيت، د ارګ اړوندې پخوانۍ ودانۍ، کوتي باغچه، حرامسرای، د دلکشا ماڼۍ، د دلکشا ماڼۍ د ساعت منار، د ګلخانې ماڼۍ، د سلامخانې ماڼۍ، د ستوري ماڼۍ، ډبرينه ماڼۍ يا قصر سنګي، چهار چنار ماڼۍ، اداري ماڼۍ، ارشيف، د ارګ جومات، د ارګ برجونه، د ارګ نور تاسيسات، د ارګ کتابخانه، موزيم او نور…
په دې کتاب د هيواد وتلي مورخ استاد حبيب الله رفيع او عبدالحميد مبارز سريزې ليکلې دي او د دې ترڅنګ د عبدالکريم خرم او استاد سحر ياداښتونه هم چاپ شوي دي.
د دې کتاب لوستنه به ډېرو ته په زړه پورې ځکه وي، يو خو دا چې د ارګ له موضوعاتو سره ډېر افغانان دلچسپي لري، بل دا چې کتاب په معياري بڼه ليکل شوی او خپور شوی، بل دا چې کتاب د متن تر څنګ تصويرونه هم لري او د دې هر تصوير په اړه به هغه خبره بې ځايه نه وي چې (هر تصوير زر خبرې لري).
دا چې په ارګ کې هره شېبه په دې ارزي، چې افغانان بايد تر يو بريده ترې خبر شي نو د تېر تاريخ د ډېرو شېبو غورچاڼ په همدې کتاب کې ځای شوی.
د دې کتاب لوستل د ټولو افغانانو لپاره ګټور دي، موږ په ښوونځيو کې له خپل تاريخ او جغرافيې څخه نه يو خبر شوي او دا کتاب به د دې مرسته راسره وکړي، چې موږ د خپل هيواد د تاريخ او جغرافيې په اړه يو باب لوستی.
موږ په ښوونځيو کې د دې تر څنګ چې د لويديځ او نورې نړۍ په اړه د تاريخ او جغرافيې کتابونه لولو، د دې کتاب لوستنه به هم بې ځايه نه وي.
هيله ده، چې لوستونکي او قلموال ترې د يو باوري ماخذ په توګه استفاده وکړي، زموږ له نورو قلموال هم غوښتنه دا ده، چې په کومه برخه کې دوی کولای شي، باوري اسناد مومي، درېغ يې نه کړي، ځکه زموږ ژبه او زموږ هيواد لا هم له علمي فقر سره لاس و ګريوان دي.
کتابونه مو ډېر شه!
هيواد مو په علم اباد شه!
ډیر ښایسته لاروی صاحب، هرومرو يي رانیسو او مطالعه کوم يي…