د یکشنبې په ورځ په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د خيبر پښتونخوا او افغانستان شپاړلس کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړنۍ څلوېښت اوريزه لوبه د مېلمه لوبډلې په ګټه تمامه شوه .

خيبر پښتوخوا د دغې تمريني او دوستانه سيالۍ پچه وګټله او کوربه لوبډلې ته يې د توپوهنه بلنه ورکړه ، چې افغان شپاړلس کلنې لوبډلې په څلوېښتو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې وکړې ، چې قيس ۵۳ او ابراهيم اته ويشت منډې وکړې او د خيبر پښتونخوا له لوري محمد ارشاد څلور او بابر درې لوبغاړي وسوځول .

خيبر پښتوخوا لوبډلې وکړای شول ، چې په ۲۹ اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړي او په دې سره د څلورو تمريني سياليو لومړۍ لوبه په خپل نوم کړي .

د خيبر پښتوخوا له لوري زیب ۳۶ ، بابر ۲۶ منډې وکړې او افغان لوبډلې له لوري عبدالویس دوه لوبغاړي وسوځول .

ټاکل شوې ، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ څلور تمريني لوبې ترسره شي .

ـــــــ

بختيار ساحل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *