تاند- د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې نن /دوشنبه/ چاودنې لږترلږه ۲۲ تنه ټپیان کړل. دا په کابل ولایت کې دوهمه چاودنه ده چې نن کېږي.

د قره باغ ولسوالي چارواکي وايي چې سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د ولسوالۍ له ګوڼې ګوڼې په ډک بازار کې چاودېدونکي مواد وچاودېدل او ۲۲ تنه ملکیان یې ژوبل کړل.

د قره باغ ولسوال عبدالسمیع شریفي وویل چې چاودېدونکي مواد جومات ته نژدې پټ کړای شوي ول.

تراوسه پوري طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو شریفي وايي چې د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.

دا په دوو ورځو کې دوهمه حمله ده چې په داسي سیمو کې کېږي چې طالبان ورسره کار نه لري.

پرون طالبانو د بلخ ولایت پر امنیې قومندانۍ ځانمرګی برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۲ پولیس ووژل او ۹ نور ژوبل کړل.

نن په کابل ښار د پلچرخي په سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې یو تن ووژل شو او درې نور ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ