په اوسنۍ زمانه کې د ادبپوهنې ځینې نظریې وایي چې د شاعر یا لیکوال په ژوند او زمانې باندې نه بلکې یوازې د هغه په اثر باندې خبرې پکار دي. د دغو نظریو د پیروانو په اند، که په اثر کې هنر وي او د هنر پیژندل مو مقصد وي، نو پخپله متن به ګورو، هغه زمانه څه کوو چې متن پکې لیکل شوی دی یا له هغه چا سره مو څه کار دی ��ې متن یې لیکلی دی.
موږ د خپلې زمانې په اړه لږ یا ډیرمعلومات لرو او د خپل وخت د شخصیتونو، د هغوی د ارزوګانو، امکاناتو او مجبوریتونو په اړه اټکل کولای شو، ځکه نو که اوسني اثار د هغوی د لیکوالو یا شاعرانو ژوند او زمانې ته له توجه پرته هم مطالعه کړو، ممکن تاوان ونه کړو، خو د نورو زمانو د اثارو په باره کې د اثر د څښتن پېژندلو او په تېره بیا د هغه د زمانې پېژندلو ته محتاج یو.
د تېرو پیړیو د شاعر او لیکوال د حالاتو او چاپیریال په اړه معلومات راسره مرسته کوي چې د ده په اثر ښه پوه شو، د ده په اثر مو د قضاوت تېروتنې کمې شي او له اثره لا زیات خوند واخلو.
خوشحال وایي :
پش تېښه ماته کا ، آیینه سازه کا
چې تر تېښې نه ښه آیینه ده
که موږ د تېرې زمانې له دې رازه خبر ونه اوسو چې هیندارې به د تېښو غوندې له فلزاتو جوړیدلې ، د دې شعر په مطلب به نه پوهیږو.
په تیرو پیړیو کې د ( څو) یوه معنا ( ګڼ ) وه. د دا لاندې مصرعې په خوند به هاله ښه پوه شو چې د ( څو) ذکر شوې معنا مو هم په ذهن کې وي : خوشحال یوازې نه دی څو په ملک کې عاشقان شته
پخوانۍ فلزي آیینې چې به تتې شوې یا به زنګ ووهلې، په ایرو کې به یې کیښودلې یا به یې ایرې ورباندې وموښلې چې روښانه شي. که د پخواني صنعت له دې تجربې ناخبره واوسو، د معزالله مومند د دغه بیت په معنا او ښکلا به پوه نه شو چې وایي:
مخ د یار په نوي خط سره روښان شه
آیینه له خاکستر سره صفا شي
د نن زمانې خلک له نورو قامونو ساینس او تکنالوژي زده کوي خو اورنګزیب چې له هندوانو سره یې جوړه نه وه او د خپلې زمانې د اکثرو خلکو غوندې یې په فال باندې عقیده وه، له پاچا کیدو وروسته امر وکاوه چې مسلمان فال لیدونکي دې د هندو طالع کتونکو ځای ونیسي. موږ چې د هغې زمانې له دې باورونو خبر شو، د اورنګزیب د همعصر رحمان بابا د دې بیت په روشنفکرانه محتوا لا ښه پوهیدای شو:
فال به څه ګورې رحمانه
خپل افعال د سړي فال شي
خوشحال خټک فرمایي:
د هغه چې زړه محکم په توکل دی
نه په خوب باندې نظر کا نه په فال
د هند د مغولو د زمانې په اسنادو کې راغلي دي چې جهانګیرپاچا خوب ولید چې پلار یې ورته وایي چې میرزا عزیز کوکه عفوه کړه. جهانګیر چې راویښ شو، سمدستي یې د کوکه د خوشي کیدو فرمان ورکړ. د همدې کوکه په اړه یو بل روایت دا دی چې کله دی په ګوالیار کې بندي و، د ده له رقیب سردار، اصف خان ( د جهانګیر د ښځې ملکې نورجهان ورور ) سره ویره وه چې کوکه ورباندې په زندان کې کوډې ونه کړي، ځکه عقیده دا وه چې د اغیزمنو کوډو لپاره پکار ده چې سړی نه جنسي رابطه ولري او نه غوښه وخوري. د ګوالیار په قلعه کې چې نه د جنسي ارتباط چانس لیدل کیده او نه بندیانو ته غوښې رسیدې، نو اصف خان حکم وکړ چې اشرافو بندیانو ته دې د چرګانو او زرکو غوښې حواله شي. اوس که موږ په تیر ژوند کې د جادو د اغیز په اړه د پخوانو له باورونو خبر واوسو، په پخواني ادب کې د کوډو او جادو په اړه بیتونو ته به په بله سترګه وګورو او معنا به یې لا زیاته راته محسوسه شي.
د خوشحال خټک زوی سکندر خټک چې خپل ورور بهرام خان د سردارۍ لپاره نامناسب ګڼي، نو د نیوکې په دود د هغه د خوړو په باره کې وایي:
پیاز، مولۍ، شلغم، زردک، سابه مابه خور
تر هر څه ورته بهتر دی دا طعام
موږ چې دغه خواړه د صحت لپاره مفید ګڼو، که د هغې زمانې په باره کې معلومات ونه لرو د سکندر خټک اعتراض به بې ځایه وبولو. مورخ ډاکتر مبارک علي په خپله یوه مقاله کې د مغولو د زمانې د اشرافو د یوه لارښود کتاب ( میرزا نامې) په حواله لیکلي دي چې په هغه وخت کې له با کلتوره شخصه غوښتنه کیده چې پیاز یا مولۍ ونه خوري چې د ټېغونو سبب ګرځي او ذهن او روح ورسره ناکراره کیږي. سکندر خټک په حقیقت کې په بهرام خان باندې تور لګوي چې بې کلتوره دی. ډاکتر مبارک علي په خپله یوه بله مقاله کې د اورنګزیب د زمانې د اروپایي ګرځندوی برنیر په قول لیکي چې په ډیلي کې مېوه او غوښه قیمتي خواړه وو او یوازې شتمنو یې د پیرودلو وس درلود. څرنګه چې پخوانی ژوند له کابو هره اړخه طبقاتي و نو بهرام چې د غریبانو غوندې سابه خوړل، د سکندر خټک په نزد یې د سردارۍ لیاقت نه درلود. د یادولو ده چې د هغې زمانې طبابت هم، پیاز او مولۍ مفید خواړه بلل. خوشحال خټک ویلي دي:
د مولیه په خوراک کې دې دوې ګټې
بد هضمي، ریګ مثانه کاندي بدر
مګر له دې سره سره پیاوړي طبقاتي کلتور سکندر خټک ته دا جازه ورکوله چې د یوه سردار د مولیو خوړلو ته په بده سترګه و ګوري.
موږ اوس په ښارونو کې په لوڅ سر ګرځيدلو باندې ویاړو، خو په هغې زمانه کې خبره برعکس وه. خوشحال فرمایي:
چا د سر د پاسه سور مندیل تړلی
ځينې هسې خوار حیران ګرځي سرتوري
څهره ( یا څېره) هم په لغت کې د پګړۍ، دستار، پټکي او مندیل غوندې لونګۍ ته وايي. د خوشحال خټک په زمانه کې د لونګۍ لرل دومره مهم وو چې د هغه په قول ځینو کسانو به :
لس کلونه تېر کا په یوه جامه خیرنه
کوز وجود بربنډ ، په سر څهره کیږدي زرینه
که چیرې د خوشحال په زمانه کې د دستار د کلتوري اهمیت اندازه رامعلومه شي، بیا د هغه د دې مشهور بیت په واقعی مفهوم لا ښه پوهیدای شو چې فرمایي:
چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
په تیرو زمانو کې له هند څخه منظور تر ډیره حده شمالي هندوستان و او دکن چې د هند په جنوب کې و، بیل ملک بلل کیده. د مغولو د امپراطوري په زمانه کې د دکن د نیولو او ایلولو لپاره بیخي ډیرې هڅې وشوې. دغه لنډۍ ظاهرا د هغه وخت حالاتو ته اشاره کوي:
په تور دکن دې څلی جوړ شه
د بې ننګۍ اواز دې رامه شه میینه
له بلې خوا د هندي مغولو د واکداري د وخت په لویه برخه کې چې سمندري لارې تر ډیره د عیسوي مذهبه پرتګالیانو په کنټرول کې وې او په ایران باندې متعصبو صفویانو حکومت کاوه، د هند مسلمانانو ته چې اکثره یې حنفي مسلمانان وو، د حج سفر خورا سخت او له خطرونو ډک و. د هندي مغولو په زمانه کې داسې هم کېدل چې حکومت د یو چا د جلاوطنه کولو لپاره هغه مکې ته واستوي. ویل کیږي چې د مغولو په زمانه کې د دغه دود بنیاد د بابر زوی همایون کیښود چې خپل ورور کامران یې مکې معظمې ته واستاوه. د مکې د سفر او دکن دغو حالاتو ته چې مو پام وي، د خوشحال خټک دغه بیت راته لا واضح کیږي او هغه مفهوم ته ورنږدې کیږو چې د شاعر په ذهن کې به و:
کار د بلې هوښیاریه پاتې نه شو
اوس یا مرګ دی، یا مکه ده، یا دکن
د تېرو پیړیو یوې ودانۍ ته چې ورشو، تیره زمانه راته څه نا څه مجسمه شي او د څو شیبو په مخه په یوه داسې وخت کې د ژوند کولو خیالي فرصت ومومو چې هیڅوخت په ګوتو نه راځي. د پخوانۍ ودانۍ په لیدو مو ممکن په خیال کې د تېر ژوند د تصویرونو کاروان روان شي او په زړه کې ډیرې خبرې را وګرځي: په دغه ودانۍ کې چې اوس د هدیرې غوندې چوپتیا ده، یو وخت د ژوند نغمه غږېده او د ځوانو ارزوګانو شور و. په هاغه ګوټ کې به څوک ناست و؟ په دې منظره به د چا سترګې خوږې وي؟ دلته به څومره کسان تللي او راغلي وي؟ په دغسې ځایونو کې یو خوږ غم او ښکلې ویره زړونو ته لاره کوي چې د ژوند تجربه ورسره زیاتیږي.
د تېرو زمانو په ادبي اثارو کې هم د زړو ودانیو غوندې خپل بېل اغیز دی. که موږ په دې پوه نه شو چې دغه ودانۍ د تېرو زمانو ده، د هغې تر ښکلا به د هغې د تعمیر هغو توکو ته ډیر متوجه شو چې اوس راته غیرضروري ښکاري.
د اثر زمانې ته پام د اثر خوند او ښکلا زیاتوي، په اثر باندې په پوهېدلو کې راسره مرسته کوي او په اثر باندې قضاوت کې مو تیروتنې کموي.