استاد زلمې هېوادمل په تېرو ١٣ کلونو کې د پخواني افغان ولسمشر د فرهنګي چارو سلاکار وزير و چې د يوه حکومتي وزير غوندې يې ټول دولتي امکانات درلودل، خو ورسره په څنګ يې په کابل پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا دورې ته د يوه ژمن استاد په توګه هم تدريس کاوه. ما غوندې به ډېرو نورو محصلانو هم  ددغه سرمحقق د پوهې او علم له رڼا برخمن شوي وي، خو د نوي حکومت په راتګ يې له ارګ سره مخه ښه وکړه او په علومو اکاډمۍ کې يې يو ځل بيا خدمت ته ملا وتړله.

د کابل پوهنتون د ماسټرۍ دورې په درسونو کې به اکثره وخت له ټولګي نه ماښام اوه او يا اوه نيمې بجې رخصت شو. د موټر تر تم ځاى پورې به مو له استاد سره د يوه ملګري په توګه ازاد علمي او ټولنيز بحثونه کول. کله به چې هلته ورسېدو، نو د ده دولتي موټر او چلوونکې به راغلل او له موږ ټولو سره به يې په لاس او غېږو مخه ښه وکړه.

تېرماښام بياعجيبه و، له استاد سره تر هغه ځايه راغلو چې ده ته به موټر او کسان ولاړ وو، د مخه ښې لپاره مو لاسونه ور اوږده کړل، خو استاد مخه ښه ونه کړه، ويل يې اوس وزير نه يم، مخه ښه نه کوو، ټکسي شته، له تاسره يو ځاى ښار ته ځم.

همداسې وشول، پرون ماښام موږ ورسره د پوهنتون تر دروازې روان وو، شور ماشور او تپه تياره وه، کتابونه په څنګ کې راسره پلى روان و، بهر په سړک  په يوه ټکسي کې اوچت او د ښار په لور روان شو. ماته ګرانه برېښي چې د يو چا په اړه څه ووايم ، خو د استاد پرونۍ او ننۍ مخه ښه عجيبه وه، د هغه د عظمت او شخصيت بله ښېګڼه هم راته څرګنده شوه.

هغه يو حکومتوال او سياستوال و، خو هېڅکله له موږ سره د يوه چارواکي او سياستوال په توګه پاتې نه شو، هغه يو پوه، محقق اوعالم و او عالمان په څوکۍ نه په خپل علم وياړي. زه د چا په اړه په ګرانه ليکنه کوم، پرون مې د استاد په اړه عجيبه احساس درلود، دا د يوه استاد په اړه د يوه شاګرد يو احساس وبولئ. زه يوازې دا وايم چې کاش همدا کلتور زموږ په چارواکو او څوکيو کې عام وى.

استاد ښه ويل:”هغه به ډېر احمق وي چې ژوند او دولتي څوکۍ د خپل ځان تلپاتې او دايمي حق او شتمني وبولي.”

زما ستاينه دهغه په شخصيت څه نه شي زياتولى، هغه ستاينو ته اړتيا نه لري، ځکه خو د هغه د يوه شاګرد په توګه يوازې ورسره خپله دعا ملګرې کوم، چې خداى دې داسې شخصيتونه په موږ کې زيات کړي او دده سيورى دې تل زموږ په اکاډميک او علمي چاپيريال خور وي.

3 thoughts on “د استاد پرونۍ او ننۍ مخه ښه ! – ګل رحمن رحماني”
  1. استاد دی خدای ژوندی لری
    خو اوس هغه ملیونر دی . زوی یي په جرمنی کی د ۸۰۰۰۰ يورو په بیه څو دانی موټران لری.
    په تیرو ۱۳ کلونوکی یي يو اثر هم نه دی لیکلی. خو په زرهاوو خلګ یي د مسعود درزیارته پنجشیر ته بدرګه کړی دی . که نه رد دی کړی عکسونه او نور شواهد شته

    اسد سمندر

  2. استاد عالم او بوه انسان ده د علمیت یی قدر کوو . خو د ولسمش د فرهنکی سلاح کار پحیث کار کولو کی بی لدی څخه چی په هر ولایت کی د والی څخه د مارکیت جوړولو ځمکی واخستی او بیا یی په شه قیمت خرڅولی نور څه ړنه کړلای شو تاسی هم کولای شی دا بوشتنه د څو ولایتونو له وایانو وکړی بیا به دا په تکسی کی تلونکی شه استاد وپیژنی . تاریخ د هر چا په حیصه کی د هغه د عمل کولو به معیار قضاوت .کوی

  3. ورور جانه د ده ټكه دار ده ډير صفت وكر ولى بدبختانه په دا ١٣ كالو كي يو فيصد خبله ژ به او په خصوص پشتنو ته هي څ خدمت نه ده كرى او يوازي ډبل دالرى معاش اخيستى او بس ، ته وروره وجدانا را ته ووايه څه دي په ١٣ كالى كي څه كرى او يوازي جيب ډ ك كر او بس ، نور د دغسيى بوس خلكو صفت مه كوه څه خلك در باندي خاندى ،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *