تدریسي ستونزې
۱. په ښوونځیو کې
ب) په خصوصي ښوونځیو کې
خصوصي ښوونځي مو د ډسپلین او د معلمانو د حاضرۍ په لحاظ تر دولتي هغو ښه دي خو پنځه نورې ستونزې لري.
یو، په اکثرو خصوصي ښوونځیو کې دولسم پاس ښوونکي مقرر دي چې علمي سویه یې ټیټه او تدریسي مهارتونه یې لږ دي.
حل لاره:
حکومت دې قاطع فرمان ورکړي چې هېڅ دولسم پاس دې د معلم په حیث نه مقررېږي او ټول خصوصي ښوونځي دې له دې نظره وپلټل شي.
دوه، سره له دې چې د پوهنې وزارت د مقررې له مخې په خصوصي ښوونځیو کې تر څلورم ټولګي پورې باید یوازې د پوهني رسمي نصاب تدریس شي او اضافي مضمونونه باید نه وي خو، عملاً تقریباً په ټولو خصوصي ښوونځیو کې د اکسفورډ او نورو نصابونو درې، څلور او ان پنځه نور مضمونونه له لومړي ټولګي څخه پیل کېږي. دې سره پر زده کوونکو سخت فشار راځي. له بلې خوا ښوونکي د اکسفورډ د کتابونو د تدریس لپاره لازم مهارتونه نه لري او هسې د شاګردانو وخت او انرژي پرې ضایع کوي.
حل لاره:
اوس د پوهنې وزارت پلټونکي د رشوت او امتیازونو په بدل کې د خصوصي ښوونځیو پر دې ستونزې سترګې پټوي. په وزارت کې اصلاحات به دا ستونزه لرې کړي.
درې، په ځینو خصوصي ښوونځیو کې د شاګردانو سویه ټیټه ده خو د فیس په خاطر څوک نه ناکامېږي.
حل لاره:
جدي پلټنه او په ازموینو کې د دولتي پلاوو ګډون دا ستونزه حل کولای شي.
څلور، په اکثرو خصوصي ښوونځیو کې د مدرسو او دارالحفاظونو یا د شرعیاتو د پوهنځیو فاغان د دیني علوم معلمان دي. دوی به په اسلامیاتو پوهېږي خو د تدریس له میتودونو او له زده کوونکو سره په سلوک نه دي خبر. اکثراً لیدل کېږي چې دوی ماشومانو وهي.
حل لاره:
دولت دې داسې مقرره تصویب کړي چې هر معلم باید خامخا اقلاً د دارالمعلمین په سویه د تدریس د لارو چارو زده کړې ولري. بهتره خو دا ده چې داسې کسانو ته جلا انستیتوت جوړ شي چې په یوه کال کې یوازې د پیداګوژۍ اصول، د تدریس میتودونه او ارواپوهنه په کې تدریس شي.
پنځه، ودانۍ: تقریباً ټول خصوصي ښوونځي په داسې ودانیو کې جوړ شوي چې د ښوونځي لپاره مناسبې نه دي. ښوونځي د رڼا، لمر، آرامې فضا، شنیلي، ورزشي ډګر او نورو مسایلو په لحاظ ځان ته ودانۍ غواړي.
حل لاره:
د ودانۍ په لحاظ دولتي ښوونځي هم ټول په معیار برابر نه دي نو اوس دولت پر شته خصوصي ښوونځیو هم زیات فشار نه شي اچولی خو تر دې وروسته چې د ښوونځیو د جوړېدو جواز چا ته ورکوي، باید معیاري ودانۍ ځنې وغواړي او پرې نه ږدي چې خصوصي ښوونځی یوازې د پیسو د ګټلو په ذریعه بدل شي.
مارشال تيتو د يوګو سلاويا پخوانى ولس مشر په خپل کتاب کې وايي چې ښوونه او روزنه په يوه ټولنه کې د شا د هډوکو اهميت لري څومره چې استواره وى هومره ېې ګټه زياته ده خو له بده مرغه زموږ ټونه کې د ښوونې اوروزنې ټول وسايل او ابزار دومره خراب شول چې بيرته په پښو درول ېې يو ستر کار بلل کيږي په رښتيا کې زموږ د پوهنې وزارت په ډيرو برخو کې داسې يو مهال ويش نه لري چې د يوه زده کوونکي لپاره د هغه داستعداد او پوهې په معيار او کچه د زده کړو زمينه برابر ه شي
کله چې معيار وايو بيا په معيار کې دوه مهم فکتورنه چې په لومړي سر کې کوريکلم او په دومه برخه کې چې څوک درس ورکوي دريمه برخه وسايل او ابزار دى چې دلته بيا حکومت مسول دى او د حکومت تګلارى دى چې ځه ډول معارف بې له هرډول بيروکراسي څخه غواړي
زه تاسره بيلکل موافق يم چې د ښوونکو لپاره ځانګړې انستيتونه، کورسونه، لنډمهال او اوږد مهالې زده کړې ډير ې ضروري دي دواړه برخي عملي او نظري او همدارنګه بايد د هغو مسسو سره په تماس کې وي کوم چې د زده کړو مسوليت لري تر څو ددى د کاري برخې مشکل هم له مينځه لاړشى
دولت کولاى شي چې له هغو کسانو څخه کار واخلي يا مرسته وغواړي کوم چې په دې لاره کې بشپړه پوهه لري او په تخنيکي ډول بې له هېڅ ډول ويرې او تشويش د تکنالوژي په چوکاټ کې د ښوونې اوروزنې له زاړه فرهنګ راوباسي او په نوى معيارې کچې کې ېې شامل کړي زه فکر کوم چې ولس مشر په دې باره کې ښه پوهيږي او دمعارف په برخه کې بې ساري بدلو راوړي
مننه