خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-٧-٢٢
کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست ٤ وسله وال ترهګر، چي په بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کي يې برخه اخيستې وه، ونيول.
د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، نوراحمد مشهور په صالح دمحمد انور زوى اصلي دپنجوايي ولسوالۍ دمشان دکلي او فعلي دهلمند ولايت دصفيانودکلي اوسيدونکي،سميع الله دعبدالله زوى دکندهارولايت دشپږمي ناحيې دګوشخانې دسېمي اوسيدونکي،مسعود احمددعبدالهادي زوى اصلي دکندهاولايت دسپين بولدک ولسوالۍ او فعلي دکندهارښار د دوهمي ناحيې اوسيدونکي او عبدالقدير مشهورپه آغا شيرين دحميد الله زوى دکندهارولايت دميوند ولسوالۍ دقلعه شامير دسره بغل اوسيدونکى يادو کسا په کندهار ښار او ولسواليو کې غير انساني فعاليتونه تر سره کول ،چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول. دغو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.
وسله وال مخالفين هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.