د انتخاباتي منډوترړو پر مهال به ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي له ولسونو سره په ناستو اومجلسو کې دا خبره ډیره کوله چې واک ته تر رسیدو وروسته به د وزیرانو او والیانو سره د چارو د ښه سمون او غوره خدماتو د وړاندې کولو په موخه اونیزې او میاشتنۍ ناستې ولرم او د هر ولایت او ولسوالۍ د حال څخه به ځان خبر کړم، دا کار راته په لومړیو کې ناممکن ښکاریده ، خو هغه خبره چې هرڅه خدای(ج) کوي، د همدې لیدنو او د ستونزو څخه د ځان خبرونې پیل له خوست څخه وشو، ولسمشر تېره ورځ د خوست سر پرست والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي سره چې سل ګونه دیني علماؤ، قومي مشرانو،ځوانانو ،فرهنګیانو او دیاد ولایت دنظامي ځواکونو مسؤلینو شتون درلود ویدیويي کنفرانس ترسره کړ.
د ولسمشر او والي ترمنځ دتېرې ورځې ویدیو کنفرانس او د ولایت له ستونزو د دې لارې ځان خبرول راته زموږد هېواد په کچه یونوی نوښتګر کار مالوم شو، په دې ویدیويي کنفرانس کې د خوست په کچه په بېلابېلو ملي او ټولګټو پروګرامونو مفصلې خبرې وشوې، ولسمشر د هرې ستونزې د حل لپاره د خوست له ولسونو یوه او یا هم دوه میاشتې وخت وغوښت او یادونه يي وکړه چې په همدې کمه موده کې به ستونزې ورحل کړي، د ولایت مقام مشرتابه د ولسمشر سره په ویدیویي کنفرانس کې نېغ په نېغه د برېښنا، روغتیا، سړک جوړونې، د هوايي ډګر د جوړیدو، د غلام خان بندر د ترانزیټ ،د دولتي ځمکو د غصب، لویو لارو پرسر د پلونو جوړول… اونوروهغو ټولګټو پروګرامونو چې ورته ډیره اړتیا ده غوښتنې وکړې.
دهېواد ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي دپخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په دوره کې څوځله خوست ته سفرونه هم ترسره کړي دي او دخوست دخلکو له دردونو، ستونزو ،غوښتنو،دخوست سره دمرکزې وزراتونو دمور او میرې چلند،دټولګټوپروژو په تطبیق کې بې ځایه مداخلې … اونورې ورته ستونزې ډیر ښې معلومې دي،دې ټولو ته په کتو دخوست ولسونه خوښ دې چې اوس به ولسمشر دهرې ستونزې په حل کې رغنده او مثبت رول ولوبوي.
هغه مهال چې په کابل کې دخوست دبیارغونې کنفرانس دایر شوی ؤ هم ډاکټر صیب غني دخوست سره دځانګړې مېنې په اساس برخه اخیستې وه، که څه هم په هغه وخت کې يې کومه دنده نه لرله،په داسې حال کې چې په همدې جوړشوې کنفرانس کې ډیری مسؤلو وزیرانو شتون نه درلود،دا په دې معنی چې ولسمشر دخوست سره ځانګړې مینه لري، دهمدې مینې په اساس يي دولایتونو دستونزو داوریدلو دپروسې پیل دهمدې مهم سرحدي ولایت چې دګران هېواد دروازه بلل کیږي وکړ.
دترسره شوې ویدیويي کنفرانس کډونوالو دا ډول کنفرانسونه دقانون دحاکمیت،دبا ور فضاءدټینګښت،کار اهل کارته دسپارلو ،عدل، په هېوادکې سولې ،امن ،ثبات او پرمختګ لپاره یو غوره ګام وبللو، اوغوښتنه يې کوله چې دالړۍ باید همداسې پسې وغځیږي او دهېواد ولسمشر هر وخت دخلکو له ستونزو او مشکلاتو ځان په وخت خبر او دحل په برخه کې به يي اړین اقدامات ترسره کړي.
دخوست خلک خوښ دي چې ولسمشر يي دخپلې کارې دورې په لومړیوکې پوښتنه وکړه او دستونزو دژر ترژره حل ژمنه يي ورسره وکړه، له هېواد والو مو هیله ده چې دخپل منتخب حکومت څخه ملاتړ وکړي او دټولو ترسره کیدونکو پروګرامونو چې ددې خاورې او ولس ستونزې ورسره هواریږي کومک وکړي.