د ښه نثر ځانګړنی
هره لیکنه یا نثر د محتوا او لفظ له پلوه جلا ځانګړنې لري، خو په مجموع کې د ټولو نثر ونو له پاره یو شمیرښې ځانکړنې وجود لري، که نثر لیکونکی یی د لیکنې پر وخت ورته پام وکړي، نو نثر به یې ښکلی اسانه او روان وي او لوستونکی یا مخاطب به ترې ډېر ژر او ښه مطب واخلي چې په لاندې ډول به د غو ځانګړنو ته اشاره وشي :
۱ – نثر باید واضح وي د دې له پاره لاندې ټکي په پام کې ونېول شي:
الف : په هنری نثر کې که هنري مقصد نه وي او کوم هنري ضرورت نه وي د کلمو هغه ترتیب باید په جمله کې مات نه شي کوم چې په طبیعي ډول د ګرامر غوښتنه ده. په یوه جمله کې چې خاص مقصد نه وي، نو فاعل دې سر ته او فعل دې اخر ته راوړل شي او کلمې دې همغسې یو د بل څنګ کې کيښودل شي څنګه چې د ژبې د ګرامر تقاضا ده.
ب: د نثر لیکنې په وخت دې له پېچلو کلمو څخه ډډه وشي او هغه کلمې دې استعمال شي چې ډېر خلک پرې پوهېږي او متروکې کلمې دې نه کارول کېږي.
ج: د نثر لیکنې په وخت کې باید دقیقه کلمه انتخاب شي او هره کلمه بیله مانا لري. ځینې کلمې مترادفې وي باریکه مانا لري او د ښه نثر لیکوال په دې وخت کې وضوح ته اهمیت ورکوي او په مترادفو کلمو کې به هغه کلمې انتخابوي چې له اصل مطلب سره ښه لګېږي.
مثلا که موږ یو سیاسي خبري متن لیکو، نو باید افغانستان ته هېواد ووایو نه وطن. که ووایو چې وطن مې یادیږي دا یوه عاطفي جمله ده، دلته نه باید د هېواد کلمه ذکر کړو. په اول مثال کې په هېواد کې سیاسي مفهوم پروت دی د سیاسي متن سره لګېږي ، خو په دویم مثال کې د وطن په کلیمه کې عاطفي اړخ پروت دی او په عاطفي متن کې د دې کلیمې لیکل ښه دي نه د هېواد.
د : د جملو په جوړښت کې دې کلیمې داسې راوړل شي چې څنګه د ژبې د ګرامر تقاضاده. په دې کې دې اسانه او ښه کلمه وټاکل شي، لکه په ډې لاندې مثالونو کې:
ویره ده چې د موټر په ټګر کې لس تنه مړه شوي وي. په دې مثال کې د ویرې کلیمه سمه استعمال شوې ده. اما که په پورته مثال کې د توقع کلیمه ذکر کړو ، نو په متن کې بدرنګوالی راولي. خو که ووایو چې توقع ده چې سږ کال د افغانستان عواید لس فیصده زیات شوي وي. په دې مثال کې د توقع کلیمه ښه ده نه د ویرې.
همدا ډول د کلیمې د ښایست په اړه به یو مثال وړاندې کړو: که ووایو چې د اورلګېدو په پېښه کې ښایسته ډېر خلک مړه شوي دي. په دې مثال کې د ښایسته کلیمې استعمال ښه نه دی، ځکه د ښایست کلیمه مثبت اړخ لري او د لاندې مثال سره ښه لګېږي لکه: بیګاه میلمستیا ته ښایسته ډېر خلک راغلي وو(۱۷ : مرکه).
له تاریخي پلوه معاصر نثر ته یوه کتنه
له تاریخي پلوه معاصر نثر د پښتو د ادب معاصرې دورې سره تړاو لري، نو اړینه بریښي چې لومړی د دې دورې د رامنځته کېدو په اړه یو څه رڼا واچوو.
د پښتو ادب معاصرې دورې د پیل په اړه یو شمېر بېلابیلې نظریې شته او یو شمېر دلایل یې وړاندې شوي چې د هغو د لایلو په اساس یې معاصره دوره ټاکلې ده چې ځینې هغه نظريې په لاندې ډول دي:
۱- د پښتو معاصر ادب، هند ته د انګریزانو له راتګ سره پیلیږي.
۲ – د پښتو معاصر ادب افغانستان ته د انګریزانو له راتګ ( ۱۸۳۹م) څخه پیلیږي.
۳ – د پښتو معاصره دوره د امیر شیرعلي خان په دویمه دوره کې شروع کېږي.
۴ – د پښتو د هنري نثر بنسټ د نولسمې پېړۍ په اومه لسیزه کې ایښودل شوی دی.
۵ – د پښتو معاصره دوره د افغانستان د خپلواکۍ د اخیستو( ۱۹۱۹ م) سره سمه رامنځته شوې ده.
۶ – د پښتو معاصره دوره له (۱۳۵۰ هـ ) څخه پیلیـږي.
پورتنۍ پنځه نظرې د استاد اکادمیسین سرمحقق صدیق روهي له خوا د قوي دلایلو په راوړلو سره رد شوي دي او د شپږمې نظريې ملاتړ کوي او زیاتوي: (( منشي احمد جان د معاصر ادب بنسټ ایښودونکی دی، چې د لیکنې سبک یې د فورم له پلوه ښکلی او په زړه پورې دی، خو د محتوا په لحاظ د مولوي احمد له سبک سره ورته والی لري. چې د پښتو معاصره دوره په پښتونخوا کې ( ۱۹۱۰م) کال په شاو خوا کې د افغان جریدې په خپرېدو سره پیلیږي.
په دغه جریده کې د پښتو ادب نوي ژانرونه باب شول او د راحت زاخیلي، فضل محمود، عبد الا کبر غوندې لیکوالو او شاعرانو د معاصر ادب زړي وکرل. په افغانستان کې د سراج الاخبار د دویم ځل (۱۹۱۱ م) کال په خپرېدو سره د پښتو معاصر ادب بنسټ کېښودل شو))(۶ : ۴۹- ۵۰).
استاد روهي دغه دوره په درېیو پړاوونو ( روښانتیا، ویښتیا او اوښتون) باندې ویشلې ده، چې دلته هریو په لنډیز سره درپېژنو:
د روښانتیا پړاو:
په دغه پړاو کې د ساینس او ټکنالوجۍ د پرمختګ سره نوي نومونه، اصطلاحات او د ژوند د پرمختګ له پاره د پښتنو سره نوي فکرونه پیدا شول، چې همدې وضعیت د پښتو په ادب کې د شکل او د معنا له مخې یو ګړندی حرکت پیل کړ.
د پښتو د ادب په خپله لمن کې د هېواد پالنې، د بې عدالتۍ، د انګریزیانو په وړاندې د پښتو مقابله او د نوي عصري وسایلو سره د دوی فکرونه را ونغاړل. د دې پړاو د ځینو مخکښانو نومونه په دې ډول دي: مولوي صالح محمد، غلام محی الدین افغان، عبدالواسیع کندهاری، عبدالعلی مستغني، او عبدالهادي داوي(۶: ۵۶).
مولوي صالح محمد د حبیبې ښوونځي له پاره په پښتو نثر تدریسي کتابونه لیکلي دي او هم د پښتو لومړنی ښوونکی بلل کېږي (۱۱: ۹۸).او غلام محی الدین افغان هم ډېر ښه نثر لیکه، د ده د نثر نمونې په سراج الاخبار کې نشریدې د معنا له پلوه د ده نثر ډېر ارزښتمند دی(۱۱: ۸۲).
د ویښتیا پړاو :
په دې پړاو کې د پښتو د ادب پنځه ستوري او د ویښ زلمیانو یو شمېر غړي په کې راځي، چې د زیاترو لیکنو رنګ سیاسي او اجتماعي و. د دې پړاو په ادبیاتو کې د فورم له پلوه د روښانتیا په نسبت یو ښه بدلون راغلی او په دې ادب کې هڅه شوې ده چې مطلب په روښانه توګه وړاندې شي.
په دې پړاو کې ستر لیکوالان او څېړونکي د ادب میدان ته راوتلي دي، چې د ځینو نومونه په لنډه توګه یادوو:
۱- کیسه لیکونکي: سعد الدین شپون، موسی شفیق، نورمحمد ترکی، استاد حبیبي، عبد الله بختانی او نور.
۲ – ناول لیکونکي: محمد رفیق قانع، غوث خیبري او ابراهیم عطايي.
۳- ادبي څېړونکي: عبدالحی حبیبي، عبدالشکور رشاد، صدیق الله رښتین، ګل پاچا الفت، قیام الدین خادم، حبیب الله رفیع، زلمی هېوادمل او داسې نور.
۴- د ادبي نثر لیکونکي: الفت، شپون او نور.
۵ – فکلوریستان : محمد ګل نوري، ابراهیم عطایی، حبیب الله رفیع او نور.(۶: ۹۲).
د ویښتیا په پړاو کې ډول ـ ډول نثرونه او لیکنې د ادب په اسمان کې راښکاره شوي، چې روښانه او ځلانده وړانګې لري چې د نثر په اسمان کې تر هر چا د مخه د استاد الفت په نثر لیکنه کې ښه ځلیدلی دی. همدا ډول د بېنوا صیب او په ترتیب سره د ادب په ځمکه کې رنګارنګ ګلبوټي راوټوکېدل، چې د ګلونو وږمې تر اوسه تاندې او خوشبویه دي.
زه د دې پړاو لیکوال او د دوی کومه لیکنه نه معرفي کوم، په دې اړه په لسګونه کتابونه چاپ شوي دي. زما په اند د ویښتیا پړاو لیکوالو د پښتو ادبیاتو د ملا تیر ته قوت ورکړی او د پښتو ژبې په جود کې د حرکت توان پیدا شوی دی.
د اوښتون پړاو:
د دې پړاو په ادبي آثارو او لیکنو کې د بزګرانو د زحمت او زیار ایستونکو څخه د ملاتړ نظريې او فکرونه ځای پر ځای شوي دي. همدا ډول د فیوډالانو او امپرالیزم په ضد تبلیغات په کې شوي دي.
د اوښتون په پړاو کې هم ډېر تکړه نثر لیکونکي رامنځته شوي دي چې ډېر لیکوالان یې اوس هم ژوندي او وخت پر وخت نوي ادبي پنځونې کوي. د دې پړاو ځینو لیکوالانو او د دوی ادبي فعالیت ته په دې ډول اشاره کېږي:
۱ – کیسه لیکونکي: امین افغانپور، زرین انځور، بریالی باجوړی، بشیر دودیال، احسان الله ارینزی، محمد نبي صلاحي، شریفه شریف او نور.
۲ – ادبي څېړونکي: زرین انځور، صابر خویشکی، زرغونه زیور، لطیف بهاند، نورالله ولسپال او نور.
۳ – د ادبي آثارو ژباړونکي: معتمد شینواری، عبیدالله محک، نصر الله سوبمن، عبدالرحیم ځدران، حبیب الله زړه سواند او نور …( ۶: ۱۵۸ ).
په دې پړاو کې د بېلابېلو ادبي آثارو ایجادوونکي شته چې د موضوع د اوږدېدو په موخه د هغوی له نومونو څخه تېرېږو.
د پښتو د ادب بل تاریخ لیکونکی سر محقق زلمی هېوادمل په معاصره دوره باندې څلورم پړاو هم زیاتوي او دا پړاو د فکري بدلون په نوم یادوي چې د (۱۳۷۱ ل) څخه پیل او تر نن وخته (۱۳۹۳ ل) پورې دوام لري( ۲۴: ۸۸۹ ).
په دې پړاو کې نوي لیکوالان رامنځته شول دوی په هنري او ساده نثرونو کې ښه وځلیدل د دې پړاو نثر هم د شکل او د محتوا له مخې ډېر پیاوړی شوی دی په دې اړه هېوادمل لیکي: (( د فکري بدلون د پړاو په دې خاصه مرحله کې د پښتو نثر د پرمختیا له پاره شرایط تر پخوا زیات اماده شول، له پخوانیو هغو سره بېره ډېر نوي نثر لیکونکي میدان ته راووتل، علمي، هنري او عادي نثرونه یې ولیکل او دوام لري، د تالیف او ترجمې له لارې پښتو نثر ته د ودې ښه شرایط اماده شوي او دا جریان لا تر اوسه له خپلو اهدافو سره روان دی)) (۲۴: ۸۷۴).
په دې پړاو کې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې فرهنګي او ادبي هلې ځلې پیل شوې د پښتو ادب بیلابیل نثري آثار چاپ ډګر ته راووتل، په لسګونو چاپي رسنۍ په لسګونو تصویري او صوتي رسنیو په خپرونو پیل وکړ.
اوسمهال په هېواد کې ډېر نثر لیکونکي پیدا شوي چې هر څوک په یو ادبي ژانر کې د یو یا څو آثارو خاوند دی، خو اوسمهال د نثر د دوه تکړه استادانو( استاد شپون او استاد غضنفر) په هلو ځلو دا بهیر لا ګړندی روان دی او نوو لیکوالو ته ښیي چې د نثر له ګلبڼ څخه څه ډول اضافي بوټي وباسي.
بل خوا د پښتو ادب څېړنکی او نومیالی لیکوال استاد حبیب الله رفیع وايي چې په شلمه میلادي پېړۍ په لومړنیو وختونو کې د پښتو ادب معاصره دوره پیل شوه، نه یوازې په پښتو ادب کې په دري او د سیمې په ادبیاتو کې هم. استاد رفیع د معاصرې دورې شلمه پېړۍ په درېیو پړاونو ویشلې نوموړی وايي : (( لکه څنګه چې په یوه پېړۍ کې درې نسله، یعنې پلار، زوی او لمسی ژوند کوي ، نو همداسې شلمه پېړۍ د پښتو ادب د زرغونېدو درې پړاونه وهلي دی. اول پړاو یې د شلمې پېړۍ په لومړۍ او دویمه لسیزه کې پیل شوی په دې پړاو کې لیکوال او شاعران پیدا شوې چې له یوې خوا یې د استعمار یا د انګریزي ښکیلاک سره مستقیماً مبارزه پیل کړې، له بلې خوا د پښتو د زده کړې او نهضت هم پیل کړ. دوی د ظالم او استبدادي نظام او حکومت پر وړاندې د مبارزې ګزارونه پیلوی بل خوا دوی د نړۍ د نویو شیانو د پرمختګونو ترویج ته هم لمن وهلې په دې پړاو کې هم په لسګونو ځوانانو ادبي آثار لیکلي او فرهنګي هڅې یې کړي دي.
د شلمې پېړۍ په څلورمه او پنځمه لسیزه کې دویم پړاو رامنځته کېږي او یو بل ډول نثر د ادب په میدان کې زرغونیږي چې دا د شلمې پېړۍ د اوج پړاو هم بلل کېږي. په دې پړاو کې یو طبقاتې او کمونسیتي مسایل پیدا کېږي او په دې وخت کې تصادفي د رسنیو نهضت په پېښور، کوټه او افغانستان کې رامنځته کېږي لکه نار، قند، دوران، رهبر او په لسګونو داسې نورې مجلې او چاپي خبرونې.
او د شلمې پېړۍ درېیم پړاو په اتمه او نهمه لسیزه کې پیل کېږي په دې وخت نثر کې د مهاجرتونو، د نوی استعمار سره د مبارزې مسایل په کې رامنځته کېږي او د پخوانیو پړاونو په پرتله ادب نوي شیان اخلي( ۱۰:مرکه).
د پښتو معاصر نثر د څو پړاوونو وروسته د شکل او معنا په لحاظ ښکلی او ښایسته شوی دی ځینې نثر پېژندونکي به دې اند دي چې د پښتو معاصر نثر بیخي د هنر په خم کې رنګ شوی دی. زموږ له هېواد پرته په پاکستان او هند وستان کې هم د پښتو ادبیاتو معاصرې دورې بېلابیل پړاونه وهلي دي چې له تشریح څخه یې ډډه کوو.