سعد الدین شپون
د پښتو ادبیاتو په معاصرو لیکوالو کې سعدالدین شپون یو مخکښ او تکړه نثرلیکونکی ګڼل کېږي، چې ځینې ادبپوهان یې د پښتو د ننني نثر پاچا په توګه هم یادوي. سعدالدین شپون د قاضي برهان الدین زوی د کندوز په خان آباد کې په ۱۳۱۱ هـ ش کال کې پیدا شوی دی. ده لومړنۍ زده کړې د خپلې سیمې په ښوونځی کې او ثانوي زده کړې یې د کابل په حبیبې لیسه کې تر سره کړي دي. نوموړی د کابل د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغ شوی او نورې لوړې زده کړې(ماسټرۍ) یې د نقد او ښکلو هنرو نو په برخه کې په امریکا کې تر سره کړي دي.
نوموړي په پښتو ټولنه او د کابل د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د استاد په توګه دنده تر سره کړې ده ( ۲۲ : ۱۴۲ ).
سعد الدین شپون له ۱۳۵۷ کال نه وروسته خپلې دندې په هېواد کې پرېښودې او د امریکا متحده ایالاتو ته یې سفر وکړ. په همدې وخت کې روسانو په افغانستان یرغل وکړ او یو شمېر افغانان پېښور ته وکوچېدل او هلته یې خپلې ادبې هلې ځلې جاري وساتلې د روسانو د یرغل پر وړاندې لیکنې وکړې، چاپې خپرونې یې رامنځته کړې چې استاد شپون هم پېښور ته راغی او خپلو فرهنګي هڅو ته یې دوام ورکړ.
استاد شپون د لیکوالۍ تر څنګ د امریکا غږ په راډیو کې هم دنده تر سره کوله، چې د خپلې کورنۍ سره یو ځای په امریکا کې اوسیده، خو نوموړی له ۱۳۸۲ کال را په دیخوا هېواد ته راغی او د پوهنې وزارت سره یې د مشاور په توګه دنده تر سره کړه او د هېواد د ځوانو لیکوالو سره ښې اړیکې لري، نوي زلمي لیکوالانو په روزلو کې خپلې هڅې نه سپموي.
اوسمهال د پښتو ادب په ناول لیکنه کې ځانګړی نوم او شهرت لري چې د ده ناولونه سره ولسي خلک هم ډیر مینه لري او خوښوي یې ، ځکه نوموړی د یو ځانګړي سبک لیکوال دی چې ولسي اصطلاحات په خپلو لیکنو کې کاروي. د ده ناولونه د ګټیالي، شین ټاغی، د سمڅې یاران او ښایستو په نوم دي د دې تر څنګ د «ونه و یو شپون و» په نوم یې د خاطرې لیکنې ټولګه هم چاپ شوې ده او د «پرخې په ترخې « په نوم یې شعري ټولګه هم چاپ شوې ده. استاد سعدالدین شپون پیاوړی کره کتونکی هم دی ، دی او استاد غضنفر د اوسمهال تکړه کره کتونکي ګڼل کېږي او په خپلو ادبي غونډو کې د یوې لیکنې په فني جوړښت په زړه پورې نظرونه وړاندې کوي.
اوسمهال نوي لیکوال زیاتره هڅه کوي چې د استاد په لارښوونه په خپلو لیکنو کې د بې ځایه لغاتو له کارونې څخه دډه وکړي او هر څه چې لیکي هغه باید د دوی له ټولنې سره تړون ولري چې د ده په نثر کې هم روانوالی او هم انځور شته، داسې نه چې د ځینو کلیمات سیوری د نثر په پیغام اثر وغورځوي، د ده د لیکوالۍ په اړه صدیق الله بدر په خپل اثر( د لونګو درېڅې) کې د ځینو ادبپوهانو نظرونه راخیستي، چې له هغو څخه د استاد غضنفر نظر یوه برخه راخلو.
استاد غضنفر د ده د نثر د تصویر په اړه وايي: (( د ده د نثر یو مهم خصوصیت دا دی، چې تصویري دی، د ده په نثر کېې اکثره وخت یو څه وینو او یو څخه احساسولی شو. دا البته د داستان له پاره ډېر مناسب نثر دی، خو د مقالې له پاره هم همداسې ښه ده، که یو څه چا ته ور احساس کړای شو او یوه موضوع د چا سترګو ته ودروو، نو دا تر دې ډېر ښه بهتره ده، چې کلي بافي وشي او یوازې عمومي مفاهیم بیان شي)) (۲ :۳۴).
د ښه نثر یوه ځانګړنه همدا ده چې په اسانه ډول مخاطب ته مطلب ولېږدول شي، يعنې نه باید په جملو کې داسې کلیمې وکارول شي تر څو د هغې مطلب په سخته واخیستل شي چې د استاد شپون نثر هم په اسانه سره مطلب لېږدوي په دې اړه یې استاد غضنفر داسې یادونه کړې: (( په افغانستان کې ډېرو لیکوالو او ډېرو روشنفکرانو ډېرې خبرې کړې دي، خو خلکو د دوی خبرې خپلې نه دي ګڼلې دا په دې دلیل نه، چې د دوی خبرې نوې وې. زما په نظر خلک نوې خبرې غواړي، نوې خبرې خوند ورکوي، خو د دوی ستونزه دا وه چې نوې خبرې یې په پردی انداز کړې دي خو استاد دا کار نه کوي، ده ډېرې نوې خبرې خپلو خلکو ته د دوی په خپله ژبه کړې دي نو ځکه د ده ژبه، د ده خبرې او د ده مفاهیم خلک خوښوي)) (۲ : ۳۵).
نورو ادبپوهانو هم د استاد شپون د لیکنې مهمه ځانګړنه د ولسي ژبې کارونه بولي او د خپلو داستانونو له پاره هغه موضوع ګانې ټاکې چې لوړ ارزښتونه لري لکه د شين ټاغې په ناول کې د افغانستان هغه وخت پېښې وړاندې شوي چې روسانو زموږ په هېواد یرغل کړی و او د هغه وخت روسي او لویدیځ څارګر او د هېواد مېړني بچي او د افغانستان سیاسي، اجتماعي اوضاع په ډېره ولسي او خوږ ه ژبه وړاندې شوې که دلته د ښه نثر لیکونکي نه وای کېدای شوای د سیاسي او نظام اوضاع ته په کتو سر یې داسې کلیمات او جملې وړاندې کړې وای چې ډیري لوستونکي نه درلودل خو شیڼ ټاغې هم موضوع ښکلې او هم یې پیۍښې مهمې او صحنې په ډېرې روانه ژبه په ښکلي تصویر سره وړاندې شوې چې دا د لیکوال مهارت دی چې تصویري ، روانه لیکنه یې وړاندې کړې ده.
پښتو ادب ته د استاد شپون د خدمتونو په اړه د ده په ویاړ د هېواد په ځینو برخو کې مهمې او لویې غونډې د ده په ویاړ جوړې شوې دي.
نثري بېلګه:
د ښایستو د ناول پنځلسم څپرکی
سهار د وخته روغتون ته لاړم، نرسې پېژندلم ور پرې یې ښوم ښایستو ویده وه، خو نه یې پخوانۍ خندا په شونډو ځلېدله او نه یې شونډې سرې وې، نو مې ځان په دې زمزمه بسیا کړ چې « د رازې ورې زلفې یې په مخ خورې ورې وې»
خو لکه چې زما ښکالو را ویښه کړه په کمزوري موسکا یې په ګوتو نژدې کېدو بلنه راکړه. په کراره مې یې خور وربل بېرته سم کړ او لکه زما همېشګي عادت چې و، د خپلو اوښکو د پلپوټ کولو په پلمه مې لاس په غوږ پورې کړ« تور وربل دې خپور و، باد هم چلېده، تا به ورانو و ګلې ما به ټولوو»
خو هغې مې لاس لرې کړ، د پا څېدو نیمه کا میاب کوشش یې وکړ. ما ورته د روغتون څپلکې سمې کړې، ګوندې ودرېږي خو هغه بېرته پرېوته، لاس مې یې ټینګ نېولی و او په مینه یې راته کتل،« مه مې پرېږده چې مړه شم» په همدې کې دروازه خلاصه شوه، نرسه او ډاکټر وړاندې د پوهنتون والا و ډله ورپسې، د یو پتنوس سره را دننه شول ټول د ښایستو د کټ نه چاپېره ودرېدل، د پوهنتون رییس غاړه صافه کړه.
«د هغه واک په برکت چې د ویرجنیا ایالت ما ته راکړی. د افغانستان بي بي ښایستو چې د بېچلر د پروګرام ټول کریډټو نه او شرطونه یې پوره کړي، د ریسه ډلې په منظورۍ د کمپیوټر په څانګه کې د بیچلر ډګرۍ مستحقه ده، زه یې د هغوی په استازي توب ورډالۍ کوم» د ریسه ډلې په منظورۍ د کمپیوټر په څانګه کې د بیچلر ډګرۍ مستحقه ده زه یې د هغوی په استازي توب ور ډالۍ کوم.» با نو ریس شهادتنامه په لاس کې ورکړه، ټولو لاسونه وپړقول او چې مې کتل د ښایستو په سترګو کې اوښکې ډنډ وې بیا یې نو اوښکې وچولې او په وینا راغله، اول یې ما ته وویل چې که ترې غلطېده، چې ورسمه یې کړم، نه یې د منطق پروا کوله نه دا چې د انګلیسي ګرامر کې څه سټې(سپي) غپوي، لکه تل یې په انګلیسۍ کې پښتو اغږله،« زما ارمان پوره شو، الله دې ستاسو او ستاسو د بچو ارمان ورژوي، نالوستې د اوغانستانه راغلم او د کالج د ډګرۍ لایعه مو کړم، اوس که مرم که رغېږم باک نشته او زما وصیت دی چې دا کاغذ زما په کفن کې را سره نغاړئ» امریکایان یې زما د مداخلې او ترجمې سره سره په خبرو چندیانې نه پوهېدل خو چې کتل مې د ډېرو، حتی د نرسې، زېږمې لمدې وې. د پتنوس نه یې یوه توره د بابو ګانو زو مبکداره خولۍ را واخیسته، د ښایستو په سر یې کېښوه، او ویل یې چې اوس به دې عکس ونیسو. کتل مې چې هغې د درېدو تکل وکړ، ما تکیه کړه، ګوډه ګوډه په پیالو تشناب ته ننوتله، نرسه هم ور ورسېده، دروازه یې پورې کړه، ما د رییس نه مننه کوله خو هغه وویل، دا کیسه به د پوهنتون په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکو چې موږ داسې افغانه هم لرله چې هم یې روس ته ما ته ورکړه او هم یې پوهه خپله کړې وه، له تشناب نه چې را ووتله، په نرسې تکیه وه، خو د ښکلا یې پړقا ختله. چا عکس واخیسته او بیا نو په نوبت هر استاد او ډاکټر ور سر ودرېدل، چې د دې تاریخي صحنې نه نیمه خوا پاتې نشي چې پوهنتونیان لاړل نو ډاکټر وویل« اوس به ښایستو بي بي د یوې هفتې د پاره رخصت کړو چې کور کې دمه وکړي، نرسه به یې هره ورځ خبر ماته راوړي او د نرسې سره روان شو.
دوی لا وتلي نه وو جې دوه سړي د ارابه ییزې چوکۍ سره راغللل زه لاړم چې موټر ډیوډۍ ته راولم چې دوی راکوز شول او شاتني سیټ کې یې کښینوله نو ایله د ښایستو خپل موټر ته پام شو، لاسونه یې د سیټ د سر په پلاستیک تېر کړل، ما موټر چالان کړ او چې په هېنداره کې مې ورته وکتل نو لاس کې شهادتنامه، سترګې پټې، شونډو کې نرۍ موسکا شا ته تکیه وه (۱۲: ۴۹ – ۵۱ ).