تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي نن د ښوونکي د ورځې په مناسبت وویل چې د ده حکومت ژمن دی چې د ښوونکو د ژوند شرایط ښه کړي.

ولسمشر غني ژمنه وکړه چې د ښوونکو معاش به لوړ کړي او هر ښوونکي ته به د استوګنې لپاره یوه ټوټه مځکه ورکړي.

ده په زغرده وویل چې دا وعدې به په راتلونکو شپږو میاشتو کې عملي کړي.

ده په عین حال کې له ښوونکو او استادانو وغوښتل چې په افغانستان کې د فساد د ورکېدو لپاره د حکومت په هلوځلو کې مرسته وکړي او په دې برخه کې په خپله فعال او مثبت رول ولوبوي.

ولسمشر وویل چې د حکومت نوی هدف دا دی چې د هیواد تعلیمي سیستم په پنځو کلونو کې ښه کړي.

ده په دې هم ټینګار وکړ چې افغان نجونې او هلکان باید یو شان تعلیمي اسانتیاوې او قرصتونه ولري او یادونه یې وکړه چې د ښځو پرضد تشدد به ونه زغملای شي.

One thought on “ولسمشر غني: په شپږو میاشتو کې به د ښوونکو معاش زیات کړي”
  1. معارف د اوسنی عصر اساس جوړوی. هغوی چی ټول خلک یی باسواده دی نن د ترقی او تعالی لوړو مدارجو ته رسیدلی دی. افغانان هم د استعداد له لحاظه له هیچا کم نه دی. که زمونږ له 32 میلیونو خلکو نه یومیلیون پوه او با استعداده کسان غوره کړو چی وکولای شی ټولنی ته بدلون ورکړی نو له ټولو بدبختیو نه به نجات ومومو.
    پاته د نه وی چی نجونی په زده کړی او نورو ته د زدکړی او درس وکولو کی تر هلکانو زیات مهارت لری که یوه ښځه باسواده شی کولای شی خپلو ټولو اولادونو ته سواد ورزده کړی اما یو هلک یواځی خپله باسواده کیدای شی . خو که ددی ترڅنګ مورنی ژبی ته هم زیاته توجه وشی دا به راتلونکو نسلونو ته لوی خدمت وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *