ارشیف

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې په افغانستان کې د دېره ناټو ځواکونو څرخکې (هیلي کوپترونه) نن له ډیورنډ کرښې وراوښتي او د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د د دغه هیواد هوايي حریم ته داخلې شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د ناټو پنځه څرخکې د تورخم او پاسیدخېل په سیمو کې د ډیورند له کرښې اوښتي او د پاکستان پر هوايي قلمرو یې تېری کړی دی.

د دوی په وینا د ناټو څرخکې د پاکستان په هوايي حریم کې لس دقیقې وګرځېدې او بیا بېرته د افغانستان لور ته واوښتې.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد ځواکونو د ناټو پر څرخکو ډزې نه دي کړي.

د پاکستان حکومت یا پوځ هم تراوسه پوري د ناټو د الوتکو د وراوښتو په وړاندې غبرګون نه دی ښوولی.

د امریکا بې پېلوټه الوتکې تل د افغانستان له خاورې شمالي او جنوبي وزیرستانونو ته اوړي خو پاکستان پرې غبرګون نه ښيي.

همداراز د امریکا بې پېلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې څخه الوتنې کوي او د سخت دریځو مورچې او هدفونه په نښه کوي.

په ۲۰۱۱ میلادي کال د ناټو د الوتکو له لوري په مومند ایجنسۍ کې د پاکستان د پوځ د دوو پوستو له بمبارۍ وروسته پاکستان سخت عکس العمل وښود او د ناټو اکمالاتي لار یې د ۸ میاشتو لپاره بنده کړه.

د ناټو په حمله کې ۲۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *