په تېر سپټمبر کې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځني ختیځ کې په عربي هیوادونو وګرځېد، چې د اسلامي دولت په ضد ملاتړ یې خپل کړي. د هغې میاشتې په یوولسمه د سعودي عربستان په جده کې د اسلامي دولت په ضد د مصر، عراق، اردون، لبنان، سعودي عربستان په ګډون یوولس عرب هیوادونو له امریکا سره ملاتړ اعلان کړ، خو ترکیه چې په دې غونډه کې وه دا تړون یې لاسلیک نه کړ او ویل یې چې خپل ښاریز یې له اسلامي دولت سره بندیان دي.
د اسلامي دولت د اروپايي غړو د خوشي کولو په بدل کې ترکیې خپل بندیان ترلاسه کړل او ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ژمنه وکړه چې د اسلامي دولت ضد ایتلاف سره به همکاري کوي، ولسي جرګې یې هم اجازه ور کړه چې ترک ځواکونه له خپلې خاورې بهر عملیات کولی شي، خو اسلامي دولت چې له ترکیې سره په پوله په سوریه کې کوباني یا عین العرب ښار له څو اونیو راهیسې کلابند کړی، د دې خاورې څلوېښت فیصده خاوره یې هم نیولې، ترکیه یې ننداره کوي. ترک چارواکي له ترکیې هغه کوردان هم کوباني ته نه پرېږدي چې د اسلامي دولت په ضد له خپل توکم سره د ملاتړ لپاره جنګ ته زړه ښه کوي.
که څه هم نړیوال وايي، د کوباني په نیولو سره به اسلامي دولت د ترکیې له پولو سره واکمن شي، خو تورکیه اوسنۍ جګړه د کوردانو د ځپلو لپاره ښه چانس بولي، او اسلامي دولت، پي کې کې، د هغې اړوند څانګې او بشار اسد رژیم د ځان لپاره یو ډول خطر بولي. کوباني د سوریې په شمال کې د حلب ولایت او د کوردانو هغه ټاټوبی دی چې له دېرشو ډېر کلونه سوریې د ترکیې په ضد د پي کې کې په خدمت کې ور کړی و، خو کله چې په سوریه کې د اسد په مقابل کې نږدې څلور کاله مخکې ولسي پاڅون پیل شو، د سوریې ملاتړ لرونکو کوردانو بخت هم چپه شو، په ترکیه کې یې ورانکارۍ کمې شوې او په تېرو دوو کلونو کې له دې ډلو سره د ترکیې خبرې روانې دي یا هم د اوربند په حال کې دي.
خو د ترکیې وېره په ځای پاتې ده، د اوو کیلومتره مربع په اندازه کوباني ښارګوټی او شاوخوا یې ۳۶۰ کلي چې ټوټل څلور لکه اتیا زرو پورې وګړي لري، د ۲۰۱۲ کال له جولای راهیسې د هغو کورد وسلوالو په لاس کې دی چې له پي کې کې سره اړیکي لري، او پي کې کې ویلي یې وو، که ترکیه د بشار اسد رژیم په مقابل کې په ترکیه برید کوي، دوی به د بشار اسد په ملاتړ ودریږي، اوس ترکیه وېریږي، که د همدې کوردانو په مقابل کې د اسلامي دولت ضد ایتلاف ته ور ګډيږي او دا ډله ماتې خوري، د سوریې حکومت پیاوړی کيږي او ممکن سوریه له ترکیې سره په سرحدي سیمو بیا واکمنه شي، چې ور سره به هغه ډلې پیاوړي شي چې له پې کې کې سره نږدې اړیکي لري او ممکن د ترکیې سرحدي سیمې له خطر سره مخ شي.
ځکه په دې وروستو کې د ترکیې لومړي وزیر داود اغلو وویل:( د اسلامي دولت په ضد به په دې شرط له نړیوال ایتلاف سره یو ځای کیږي چې اصلي هدف د سوريې د بشار اسد رژیم وي. له اسلامي دولت وروسته د بشار اسد رژیم په ضد هم روښانه ستراتیژي وي، په سیمه کې نورې ترهګرې ډلې پاتې نشي) چې هدف یې د ترکیې ضد کورد ډلې دي.
کله چې د ترکیې ولسمشر رجب اردوغان هم د اکتوبر په اوومه له کوباني سره په پوله د خپلو پوځیانو اډې ته لاړ ویې ویل چې کوباني باید د نه الوت او د ترکیې او سوریې ترمنځ په حایله سیمه واوړي. د بشار اسد د منځلارو مخالفانو د وسلوالو روزنځی او د هغوی امن پټنځی شي.
اردوغان په دا ډول څرګندونو سره نړۍ ته وښودله چې له اسلامي دولت سره مقابله به یې په دې شرط وي چې د دوی په مقابل کې دا سیمه د تل لپاره بې خطره شي، له څو دېرشو کلونو راهیسې که په کوباني کې د ترکیې په ضد د پي کې کې وسلوال د حافظ اسد او وروسته د هغه د زوی بشار اسد په ملاتړ روزل کېدل اوس باید دا سیمه د اسد ضد مورچه او روزنځی وي، همدارنګه هغه کډوال هم پکې خوندي شي چې د اسد په جګړه کې له خپلو سیمو تښتي.
په ورته مهال چې په سوریه کې د ډیموکراټیک یووالي ګوند مشر صالح مسلم ترکیې ته د اسلامي دولت په ضد د ملاتړ په هیله تللی و او له ترکیې یې غوښتي چې د سوریې ساتونکي کورد ولسي ډلې ته د دې ډلې په ضد وسلې په تېره د ټانک ضد ماینونه ور کړي، د ترکیې څارګرې ادارې په دې شرطونو ور سره منلې چې دا ډله دا د کوباني اداره کوونکي ځايي خېلواکۍ یا محلي حکومتونه ړنګ کړي، په سوریه کې له سیالو کورد ډلو سره واک ووېشي، له دې وروسته د بشار اسد رژیم د ملاتړ په ځای د هغه په ضد جګړه وکړي او له پي کې کې سره اړیکي وشلوي.
که څه هم تراوسه نه صالح مسلم او ترکیه کوم جوړ جاړي ته رسېدلي او د فرانسې له ولسمشر پرته امریکا او ناټو هم په کوباني کې د ترکیې شرطونو ته هو ویلي نه دي، په مقابل کې د اکتوبر په څوارلسمه د د ترکیې مرستیال لومړي وزیر د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس دا څرګندونې هم رد کړې، چې ګواکې ترکیې خپلې پوځي اډې د اسلامي دولت په ضد په واک کې ور کړې دي.
خو په کوباني کې د کوردانو وژنه ترکیه د ځان لپاره ښه چانس بولي، اما په دغه هیواد کې د ۱۵ میلیونو کورد ښاریزو غوسه یې پارولې، خو دې ډلې چې د ترکیې په مختلفو ښارونو کې د حکومت ضد لاریونونه وکړل، د تاوتریخوالي لامله یې اتلس کسان ووژل شول چې ور سره ترکیې په پنځو سیمو کې ګرځبندیز اعلان کړ.
دا وېره هم شته چې په کوباني کې جګړه به له ترکیی سره د پي کې کې اوربند او د سولې خبرې په خطر کې واچوي، د تېرې یکشنبې په ورځ په ترک ځواکونو د پي کې کې وسلوالو بریدونه کړي او په مقابل کې ترکیې د دوی مورچې بمبار کړې دي، خو کوردان په تېره بیا پي کې کې په عراق او سوریه کې له اسلامي دولت سره په جګړه ښکېله ده او له هرې خوا په دباو( ترفشار لاندې) کې ده، ګومان نه کیږي چې له ترکیې سره جګړه وکړي او که کوباني د اسلامي دولت لاس ته ورځي، د پي کې کې لپاره سخته ماتې بلل کیږي چې ور سره به یې په سوریايي کوردانو کې ملاتړ هم کم شي او د صالح مسلم په مشرۍ د کوردانو ډیموکراټیک یووالي ګوند به هم اړ وي چې په عراق کې د کورواکه کوردستان له مشر مسعود بارزاني سره لار یوسي چې ځان د کوردانو مشر بولي او له ترکیې سره هم ښه اړیکي لري.