تر یوې نېمې لسیزې وړاندې په ګران هېوادکې د اوسنیو پرمختګونو هیڅ څرک نه لګیدلو، د ټول هېواد په کچه د ګوتو په شمار ملي غږیزو رسنیو فعالیت کولو، انټرنیټ او ددې برخې اړوند نننیو پرمختللو اسانتیاؤ  په اړه خو ډیری لوستو کسانو هم فکر نه کولو، د ښاغلي حامدکرزي په مشرۍ دموقتي ادارې د رامنځته کیدلو وروسته په ټول هېواد کې ګڼ شمېر ملي او خصوصي غږیزو او تصویرې رسنیو په فعالیت پیل وکړ، له لږ ځنډ وروسته درسنیو په ډګر کې انټر نیټ،فیسبوک،ټویټر … اونورو خدمتونو ته هم خلکو لاس رسۍ پیدا کړ، انټر نیټې خدمات پراخ شول، له پلازمیني ان د ولایتونو ترمرکزونو پورې خلک د دې پرمختللې ټکنالوجۍ څخه برخمن شول، په هېوادکې پراخ مخابراتي سیستم رامنځته شو، چې دا مهال میلیونونه وګړي دهمدې مخابراتي خدماتو له برکته  دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دخپلو دوستانو او خپلوانو سره په ډیره اسانۍ سره اړیکي نیولی شي، همدې مخابراتي کمپنیو دخپلو پيریدونکو لپاره دانټر نیټي اسانتیاوي ددوی تر جیب پورې ورسولې، دانټر نیټ له سهولت څخه دښارونو ترڅنګ دکلیو ،بانډو او ان دغرونه خلک هم برخمن شول.

خو!

ددې ټولوامکاناتو څخه زموږ خلک هسې چې لازمه ده په ښه شکل سره ګټه نه پورته کوي،  په داسې حال کې چې په  نوره نړۍ کې خلک دانټر نیټ څخه نوي مالومات اخلي ،خپلو ډیری ستونزو ته دهمدې لارې حل لاره لټوي او دخپلې علمي پانګي دبډاینې لپاره انټر نیټ دیوې غني کتابخانې په توګه کاروي.

خو زموږ په هېوادکې د همدې پرمختللې ټکنالوجۍ چې ډیری کاروونکي يي ځوانان دي، داسې استفاده کوي چې نه دده او نه هم دټولنې کوم درد درمل کولی شي، تر ډیره دلته ددې ټولییزو رسنیو څخه یودبل دشخصیت وژنې په موخه کار اخیستل کیږي،ان تر دې چې که دیو چا دغیر قانوني کړنو مخه هم ونیول شي، نو بیا دهمدغې بدې کړنې ترسره کوونکی راځي او دفیسبوک له لارې دهغه چا پسې بد رد وايي کوم چا چې ددوی دغیر قانوني کړنو مخه نیولی ده، خاین ، پردې پال… اونورې کلیمې دخپلو کادرونو دشخصیت وژنې په موخه کاروي، له بده مرغه چې په دا ډول وروسته پاتې  او ناسمو کړنوکې زموږ ډیری لوستي هېواد وال ډاکټر ان او انجینران … اونور هم شامل دي.

هغه ځوانان چې دهمدې ټولییزو رسنیو څخه دخپلو کادرونو او مشرانو دشخصیت وژنې په موخه کار اخلي په دې دې هم پوه شي چې ددوی دا ډول کړنې به یوه ورځ ددوی ضمیر په خپله خجالت کړي، دا ډول ناسمې کړنې زموږ دهېواد لپاره دنورو هر اړخیزو  زیانونو  ترڅنګ زموږ دخاوري او خلکو دښمنانو ته دلازیاتو لاس وهنو زمینه برابروي څو په ډیره اسانۍ سره موږ په خپلو کې یو په بل له منځه یوسي .

  زه دیو افغان ځوان په صفت له ټولو ځوانانو هیله کوم چې د خدای ورکړو امکاناتو او اسانتیاؤشکریه ادا کړئ،دانټر نیټ او نورو ټولییزو رسنیو څخه دخپلې عملي پانګې د بډاینې لپاره کار واخلي، په ټولییزو رسنیو کې دا سې څه خپاره کړی چې دهېواد والو په علمي پانګه کې زیاتوالی راوستولی شي، چې دا ډول مثبتي کړنې ترسره کول به زموږ دهېواد دپرمختګ،سولې ،ثبات او ملي یووالي سره ډیره مرسته وکړي او تر ډیره بریده به دا ډول  غوره کړنې  زموږ دهېواد څخه دپردیو لاسونه هم لنډ کړي.

سیدالرحمن عابد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *