د کورنیوچارو وزارت
د سرحدي ځواکونوعمومي قومانداني
د(۶) سرحدي زون قومانداني
دمطبوعاتودفتر
د (۶) سرحدي زون لسگونه سرحدي پوليس له تخنيكي او ماين شنډولوله زده كړوفارغ شول .
په شپږم سرحدي زون قوماندانۍ کي په دغه جوړه شوو مراسیموکي د شپږم سرحدي زون اداري مرستيال سمونيارمحمد معروف بابكرخيل وویل چې په دې زده كړوكې د بهرنيوروزونكولخوا ۳۰ تنه د دریو مياشتوپه موده كې د موټرد تخنيك یا دوسایطودجوړه وني به خه کي اوشل تنه د يوې مياشتې په موده كې د ماينونودشنډولوپه برخه كې روزل شوي دي.
بابکرخیل وویل چي دغه کسانوته دهندي روزونکو لخوا زده کړه ورکول سوې ده چي ددوۍ دپولیسولپاره زیاته ګټور وو .
هغه کسان چي له دغه زده کړو فارغه شوه خوښ دي او وایې چي دا مهال يې په يادوبرخوكې هغه څه زده كړي چې وړاندې يې په اړه معلومات نه درلودل.
دیادوني وړده چي په سرحدي سيموكې دا مهال وسله والو مخالفينود مخامخ جگړې توان له لاسه وركړى اويوازې د ماينونوله لارې خپل فعاليتونه مخ ته بيايي چې د سرحدي ځواكونو ترڅنګ د ملكي وگړوپه وړاندې هم لويه ننگونه ده.