انس حقاني

تاند- د افغانستان امنیتي چارواکي وايي چې د حقاني د زوي په ګډون یې د دې شبکې دوه مهم مشران نیولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن اعلان وکړ چې د حقاني زوی انس حقاني د حقاني شبکې له یوه قومندان حفیظ رشید سره په خوست ولایت کې نیول شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست دواړه نیول شوي کسان په افغانستان کې پر وژونکو حملو او انسان تښتونو تورن کړي دي.

د ملي امنیت د ریاست ویندوی حسیب صدیقي وویل، انس حقاني د حقاني شبکې د ستراتیژیکو پرېکړو په کولو او د پیسو په ټولولو کې اساسي رول درلود.

د حقاني شبکه د افغانستان د امنیتي ځواکونو او ناټو پوځیانو پر ضد په جګړه کې د طالبانو او القاعده یوه کلیدي متحده ده.

د حقاني شبکه په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د یرغل پر خلاف د جهاد په کلونو کې د جلال الدبن حقاني له لوري جوړه شوه.

که څه هم حقاني د مولوي خالص د اسلامي حزب قومندان و خو د پاکستان له پوځ او آی ایس آی سره یې مستقیمې اړیکې لرلې او له همدې کبله یې وروسته د مولوي خالص له اسلامي حزبه جلا فعالیت کاوه.

د حقاني شبکې مشري اوس د سراج الدین حقاني په غاړه ده چې په پاکستان کې اوسي. امریکا د نوموړي پر سر۱۰ ملیون ډالره جایزه ايښې ده.

په وروستیو کلونو کې د حقاني دوه زامن په پاکستان کې وژل شوي دي.

د دې شبکې مالي مسوول نصیرالدین حقاني تېر کال په اسلام اباد کې ووژل شو.

One thought on “د افغانستان ملي امنیت وايي د حقاني زوی یې نیولیدی”
  1. ملي امنیت که د دروغو ګوډی؟ انس حقاني زه له نږدې پيزنم نوموړي په هیڅ سیاسي پوځي اقتصادي او فرهنګي برخو کې کار ندې کړې بلکې دمدرسې یو شاګرد دې انس دحقاني صیب کشر زوی دي ملي امنیت هسې تهمتي کړیدې بله داچې انس حقاني ملي امنیت په خوست کې نا بلکې په قطر کې نیول شویدې چې له ګوانتنامونه دازاد شویو بندیانو لیدو ته ورغلې ووهلته سي آی اې نیولې او بیا یې ددوبۍ له لارې افغانستان ته نقل کړې او ملي امنیت ته یې سپارلې دې. دحافظ رشید په اړه هم ملي امنیت افراطي دروغ ویلي دي حافظ رشید دمولوي محمدنبي عمري ورور او دخوست ولایت اوسیدونکې دې چې لس کاله وړاندې امریکایانو په هجرت کولو مجبور کړو دسر دامن او دکورنۍ دعزت ساتنې پخاطر یې وزیرستان ته هجرت وکړو او هیڅ په استشهادي بریدونو کې لاس نلري دده په اړه هم ملي امنیت ستر دروغ ویلي دي ملي امنیت وایي چې ددوی په نیولو به دحقاني شبکې په فعالیتونو منفي اثر پریوځي دغه ځای مو دې سره نخشه وي چې ددوی په اسارت به دحقاني شبکې په فعالیتونو هیڅ کوم اثر نه پریوځي ځکه چې نیول شوي دواړه داسې کسان دي چې په بوځي او نورو برخو کې دخیل نه وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *