تاند- په مکسیکو کې یو اوښ پر خپل خاوند هغه مهال په غوسه شو چې ده ته یې کوکاکولا ورنه کړه.
اوښ ته به خپل څښتن هره ورځ کوکاکولا ورکوله.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د مکسیکو په ختیځ کې د (تولوم) ولسوالۍ ښاروال البرتو کانتو وویل:«د وحشي حیواناتو په پارک کې یوه اوښ خپل خاوند وواژه. داسي ښکاري چې اوښ په دې په غوسه شوی و چې ورځینۍ جیره (کوکاکولا) ورونه رسېده. اوښ ته به خپل خاوند هره ورځ کوکاکولا ورکوله.»
د ښاروال په وینا اوښ لومړی خپل خاوند ته خوله اچولې، بیا یې په لتو وهلی دی او په پای کې پرې کښېنستی او د خپل وزن په زور یې د هغه سا تربته کړې ده.
ښاروال وايي چې ژغورونکي د پېښې ځای ته رسېدلي ول خو هغوی ونه توانېدل چې اوښ له خپل خاونده لېري کړي.
د اوښ کینه هسي نه ده مشهوره شوې.
زه بیا بل ډول ګمان کوم او فکر کوم چی د کوکاکولا شرکت به په دروغو داسی خبر جوړ کړی او خپور کړی وی تر کوکاکولا ته تبلغات وشی. دوستانو تاسو څه فکر کوی چی داسی نده ؟
ما ته هم تبلیغاتی اعلان ښکاری