اباسین جکړ-

نه غواړم چاپلوسي وکړم. خو د ��پل ریښتني مشر او د کار سړي غږ مي په کراتو، کراتو خپل درېدلي ولس ته رسولی او تل مي هڅولي چې د داسې شخص ملاتړ وکړي چې ستاسو د دردونو دوا شي.

اوس ولس د الله (ج) شکر ادا کوي چې همداسې وشول، خو کاشکي هغه دوستانو چې اوس يې د ملاتړ ارمان کوي د مخه يې لږ څه فکړ کړی وای.

د ميډیا نه هره ورځ اورم، چې د پخواني ولسمشر صیب او د کابینې غړو د خواږه خوب وېده کېدل په وخت کې اوسمهال زمونږه نوی ولسمشر د ملت د سوکالۍ لپاره په هر لوري منډې، ترړې وهي.

زه ډاډ لرم چې دا منډې ترړې به په کابل پورې محدودې نه وي او دا لړۍ به ولایاتو او والسوالیو ته هم وغځول شې. خو دمخه د ننګرهار ولایت د ستونځو څو ډولونه چې زه ورنه خبر یم د هیواد ټولو ولایاتو په استازۍ توب په ډاګه کوم. او هیله لرم چې مربوطه اداري به پري غور وکړي.

د ننګرهار تر ټولو لويه ستونځه امینیت دي چې د څو مشخصو سرحدي والسوالیو په اداره کولو سره مونږ کولاي شو چې ټولو ولایاتو او هیواد ته د سولۍ او ارامي لاره همواره کړو. د بېلګې په ډول د حصارک، چپرهار، خوګیاڼې، پچیر او اګام، هسکه مینه، کوټ، نازایان، ګردي، مومندرۍ او له قلمه ځنې پاتې سرحدي والسوالې د دښمنانو د جدي تهدید لاندي دي. او تل زمونږه د ولس بچیان چې په امینتې او یا غیر امینتې ادارو کې خدمت کوي، کورونو ته د ستنېدلو پر مهال د پردیو لاسپوڅو او ترهګرو لخوا په بې رحمانه ډول وژل کیږي.

د نوموړو ولسوالیو مخور تر پوزو راغلې او تش د دولت لخوا نه په ډاډه ډول لاس نیونې ته اړتيا لري. که د دولت لخوا په پوره ایمان دارۍ سره نوموړو ولسونو سره مرسته وشې نو د ولسونو د پاڅونونو مخه به هیڅ ګوډاګې ترهګر هم ونه نیسې.

د ننګرهار ولایت د لرۍ پرتو ولسوالیو ليسې هر کال په سلونو تنو فارغان لري، چې هر فارغ کس ته د نسبتأ باسواده شخص خطاب کولاي شو، نه د دولسم ټولګې فارغ!

علت ئې هم د معارف وزارت د نه څارنې او وړو استادانو کمښت ته راګرځې. د بیلګې په ډول که هري والسوالې د دولسم ټولګې زده کونکې نه د املأ او انشاء امتحان واخلې نو په پوره ډاډ سره درته وایم چې د امتحان د پرچې نه به ئې د صلیبیانو ادیره جوړه شې.  او د هندسې، مثلثات، فزیک، کیمیا، بیولوژي او ریاضیات چې اساسې مضامین دي له نوم سره به هم پوره اشنأيې ونلري!

دا هغه لویه ستونځه ده چې وروسته نور بچیان زیږوي!

د ادارو کاري وړتيأ تر ټولو په ټیټه کچه ده، او پرته له ځنو اشخاصو ټول چارواکې د روابطو پر اساس په دندو ګومارل شوي!

د ګمرکاتو د فساد نه خو ټول هیوادوال خبر دي، خو لویه ستونځه دا ده چې تعارفې او بیلونو د قلم په مټ لیکل کیږي، او چې کله هم د برق بیل، شاروالې بیل او یا کومه بله دولتې تعرفه تحولاوي نو د مربوطه اداري مامور ته د يوی قرکلۍ والا نوټ په ورکولو سره بیل به درته سم، دم نیم کړي. مانا دا چې د لسو زرو افغانیو پر ځای به یواځې څلور او یا که زړسوانده سړي وي پینځه زره افغانې دولت ته تحویلې کړي. چې هر کال دولت ته په میلونو افغانې تاوان رسیږي.

دولتې اداري تر ټاکلې وخته پوري کار نکوي او ريسان خو هره ورځ د غوڼدي په بهانه کراري خپلو دفترونو کې په خپلو شخصې کارونو اخته وي او یا هم فیسبوک کې لګیأه وي!

د بې کیفیتو تېلو او ګازو واردول د ننګرهار ولایت او تقریبأ د ټول افغانستان عام خلک د سږو په مرضونو او یا هم په تبرکلوز اخته کړي.

د ننګرهار ولایت یو معتبر دولتې روغتون لري چې هر دهلیز ئې د تشنابونو بوي لري او د مریضانو هري خونې کې به د ګردونو ډکې کړکې او ناپاکه دیوالونه تر سترګو کیږي. تر ټولو خو جالبه دا ده چې ډاکټران په خپلو کوټو کې بانډار کوي او پیوازان د روغتون په چمنونو کې نصوار دوړه کوي!

دواخانې ټولې قراردادي دي، او ډاکټر په هره نخسه کې په نښه شوي یو قلم دوا لیکې چې د قراردادي درملتون څخه پرته په ټول ولایت کې هم نه موندل کیږي! نو رنځور مجبور او مکلف دي چې د ډاکټر د خوښې درملتون څخه دوا راونېسي.

د جلال آباد، تورخم مرګونې سرک هر کال په لسهاو بې ګناه انسانانو ژوند اخلې. په میلونو ډالرو سرکونه پاخه شول، خو د لکونو ډالر په ارزښت سپینې کرښې لا تر اوسه هم پر سرکونو نه ښکارۍ! تر څو هر لوري ته خپل حد وټاکل شې.

بې سلاحیته ترافیک په هر څلور لارۍ کې شپلکې وهې خو څوک ئې خبري ته غوږ نه نیسې.

د ولایت ټوله راکړه، ورکړه په بهرنیو پیسو کیږي! دا هم د دي ولایت د خلکو کمزورئ اقتصاد په ګوته کوي. او دا ستونځه د شاروالې په ډنډو سره نه حلیږي. بلکې د دي ولایت خلکو ته د کار لارۍ، چارۍ پیدا کول دي.

د ننګرهار ولایت د هیواد په کچه د پراخه دولتي ځمکو څښتن دي چې ډیرې ئې د زیتونو او نارنجو په باغونو ډک دي. خو دولتې زور واکان هم د اوسېدو او کرنې ځمکې غصب کړي، چې وخت نا وخته ئې د خپلو مالونو د خوراک لپاره په شفتلو او غنمو کري!

هغه شاعر وایې؛

ستا د ښایست ګلونه ډیر دي
جولې مي تنګه زه به کوم ېو  ټولومه

نو زه وایم؛

زمونږ د کمويو ګیلې دي ډیري
قلم مي ډک دي زه به کوم ېو بیانومه

ولسمشره، ډیر ګیله من یم خو ستا ټینګ اراده زمونږه د اميدونو ګلونه غوړولې، نو کله زمونږه کلې ته هم راپیښه وکړه. موږ ټول دي مله ېو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *