د پوځي دکتورین اساسات وايي، په جنګ کې د غلبې زور په هغه ګولۍ کې ندی چې د ټوپک له شپېلۍ وځي او د دښمن په ټټر خښېږي- زور د هغه سرتیري په مورال کې دی، چې د جنګ په میدان ولاړ وي، نه ترشا د پرېښودو بچو د لوږې غم اخستی وي او نه کورته د جوړ ستنېدو هوس لري.

طالب ورور ګڼلو سره افغان دولت له خپلو سرتيرو د مورال دغه امکان تروړلی و، له بده مرغه له همدغو وروڼو سره په مقابله کې وژل شوي سرتیري به د یولک افغانیو له اکرامیې سره په تابوت کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شول او بیا به یې کونډو او یتیمانو په کوڅو کې ګدايي کوله.

حامد کرزي ته د افغانستان جنګ یوه بهرنۍ توطیه ښکارېده، داسې چې هېڅ داخلي‌عوامل ونلري‌ په همدې فکر او باور دوولس کاله وروسته هم طالب ته د ورور په خطاب سره له سټیج کوز شو او د تقاعد خونې ته وګرځېد، اما هغه زړه تګلاره د غور وړ ده.

ولسمشر غنی وايي، په سوله ټينګ باور لري، خو طالب ته به د ورو خطاب ونکړي. د نوموړي لپاره طالبان د نظام سیاسي مخالفین دي. دغه تعبیر د جنګ ماهیت بدلوي، چې لومړنی اغیز یې په ملي سرتیرو دی.

له امنیتي ارګانونو سره تر بحثونو او له امنیت شورا سره تر لومړنۍ غونډې وروسته په ډاګه شوې، چې په شپږو اونیو کې به اعلی سرقوماندان د تهدیداتو تشخیص کوي، د ولایاتونو د امنيتي تشکیلاتو او ظرفیت تحلیل به کيږي، د سریع اقدام لاره به لټول کېږي او هم مهاله د ملي امنیت په ستراتيژي جوړولو باندې کار وروستیو مرحلو ته رسېدلی دی. تردې اخوا د امنیت په برخه کې به پنځه کلن لیدلوری چمتو کېږي.

دغه اقدامات په ډاګه کوي، چې راتلونکي ‌پنځه کلونه به ګاونډیو ته د تذرع، له امریکا څخه د پولو د ساتنې په برخه کې د بالفعل مرستې غوښتلو او د سولې په یوه ورکه پروسه پسې ترځغستلو د دفاع داخلي امکانات فعالولو ته ډېر پام وشي.

د یو عمومي تحلیل پربنسټ ددفاعي ځواک پیاوړتیا او د لارنقشې دقت په اوسنیو شرايطو کې د سولې تر هلوځلو لومړیتوب لري. لا طالبان او نورې وسله والې مخالفې ډلې باور نلري، چې افغان دولت دې ددوی د مقابلې توان ولري. داځکه چې حکومت د طالبانو پروړاندې په سیاسي موضع کې تر جنګي هغې ډېر کمزوری او وارخطا دی.

په وروستیو شپږو کلونو کې د سولې د میکانیزم جوړولو پرمهال هېڅ دې ټکي ته توجه ونشوه، چې لومړی باید د وسله والو مخالفنیو زور په نظامي میدان کې ترهغې کچې راټيټ کړل شي، چې دوی د سولې ضرورت احساس کړي. بلعکس تېر شيږ کلونه په یو اړخیزه ډول طالبانو ته په عذر تېر شوي دي.

بل لور ته د امنيتي ځواک دسپلیني پیاوړتیا ته کمه توجه شوې ده. د افغان ځواکونو غر ختونکې رینجرې نشي کولای ددوی د ټول قوت استازیتوب وکړي. اکثره شخصي‌ملیشې په کتله یي ډول له تنظيمي جوړښتونو رابېلې او اردو او پولیسي ځواک ته داخلې شوې، همدارنګه جنرالان او منصبداران په جهادي اعزازونو سره پوځي تشکیلاتو ته داخل کړای شول، خو د روزنې او تعهد په اړه یې غور ونشو.

په زیاترو ولایتونو کې دپوځي شکست او ناامنۍ ستر لامل دامنيتي تشکیلاتو مدیریتي نیمګړتیا ده.

په نوې تګلاره کې لومړنی ټکی دادی، چې د افغانستان پوځي یونیفارم باید ارزښت ومومي، هرجنرال او منصب دار هم د تخصص او هم تعهد له اړخه باید د اعلی سرقوماندان د باور وړ وي. د ولسمشر او پوځي مشرانو ترمنځ داډول رابطه یو ژور پوځي تماس منځ ته راوړي او د هرې ورځې امنيتي راپور به د ولسمشر لپاره د د سترګو لېدلې نقشې په څير اشنا او د اقدام وړ وي.

ترکله چې طالب دښمن دی، په دښمن ګڼلو یې حکومت بد نه ایسي. طالب ورور ګڼل او بیا د ورور مقابلې ته د ملي سرباز ورلیږل، هم د هغه له قربانۍ او هم د جنګ له داعیې سره خیانت دی. کله کله سنتی فکره سربازانو ته له طالبانو سره جګړه ناروا ښکاره شي، ددوی یو تعداد له صحنې راتښتېدلي  او یا طالبانو ته تسلیم شوي دي. شاید ستر لامل یې له جنګ ډار نه، د جنګ له نامشروعیته ډار دی. طالبانو ته تر زاریو وراخوا د طالب بندیانو بې دلیله خوشي کول د سربازانو له روحیې سره بل ستر ظلم دی، ډېری داسې بېلګې شته، چې د سرتیرو په لاس نیول شوی طالب کال وروسته بیا له هماغو سرتیرو سره مقابله کوي او دغه طالب به د ولسمشر په فرمان له بنده ازاد شوی وي.

د افغانستان د اعلی سرقوماندان ترټولو ستر کار به داوي، چې د افغان ځواکونو په قاتلانو هېڅ ډول ترحم ونلري او د مجازاتو د تخفیف له منفي رواجه لاس واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *