تاسو، هېواد او هېوادوالو ته به د خير وبرکت دوعا کوو.

عمر داودزی اوس له تاسو نه د کندهار له زندانه د تښتېدلي قاچاقبر بندي د نيولو غوښتنه کوي، خو د حکيم شجاعي، عبدالصمد، لالی، ميرعلم او د قدير په نيولو کې ولې پاتې راغلی؟ نه يې مخکې له ولسمشر کرزي نه د دوی د نيولو غوښتنه کړې او نه يې خپله د وزير په توګه د دوی په نيولو کې کومه هڅه کړې، ځکه چې کڅوړو ترې ايمان وشهامت وجهادي ارزښت بايللی وو.

له نوموړي بايد دا وپوښتل شي چې ولې په کابل او د هېواد په نورو برخو کې امنيتي وضعه خرابه شوه؟ دی دې خاورې ته ژمن دی او که د تهران واسلام اباد څارګريو ادارو ته؟ له يو يې کڅوړې اخېستې او بل ته لکۍ وهي. له کڅوړو سفارت او له سفارته وزارت ته ورسېد. د دې اسلامپالو [حزبيانو، جمعيتيانو، نظار شوری او داسې نورو] اسلام په خولو کې دی له ججورو يې لا سينو ته نه دی کښته شوی، کنه مجال نشته چې د طالب په نوم د تهران واسلام اباد څارګرې ادارې د هېواد په پلازمينه کې زموږ ځنځيرونه وشرنګوي، خو له يو نه مو کڅوړې اخېستې او د بل پر اخور لوی شوي يو، نو ځکه راباندې د يو سفير نازونه کول او د بل راباندې يو امپړ پيری د امارت خوبونه ويني.

ښاغليه،

مننه، چې مو مخکې له خوستوالو سره د ويډيو يا سکيپ له ليارې خبرې وکړې او د هغوی ستونزې مو له ځان سره يادښت کړې او اوس مو دا دی له کندهاريانو سره خبرې وکړې او د هغوی ستونزو ته مو غوږ ونيولو او مو له ځان سره يادښت کړي، خو دومره خبره ده چې ځينو کسانو په بيا ګومارنه کې ښه فکر وکړې، داسې نه چې بيا ځينو ناوليو او پرديپالو ته موقع په لاس ورنه شي. يو څوک چې خدای ورسول او هېواد ولس ته ژمن نه وي، هغه تاسو ته هم ژمن نه وي. تاسو پر هغه چا اعتماد وکړئ چې هغوی الله تعالی ورسول صلی الله عليه وسلم، هېواد، ولس او خپلو ملي واسلامي ګټو ته ژمن وي، نو هغوی به تاسو ته هم ژمن پاتې وي.

ښاغليه،

ما ته او ډېرو هېوادوالو ته شرم ودريږي چې اوسنی د کورنيو چارو سرپرست تاسو ته د کندهار خلکو د ويډيو له ليارې خبرې وکړې او خپلې شته ستونزې يې له تاسو سره شريکې کړې او تاسو ورسره د ستونزو په هوارولو کې د مرستې ژمنه وکړه او هم مو د متقابلې همکارۍ او ژمنې غوښتنه وکړه، خو زموږ د کورنيو چارو سرپرست وزير په بار بار د نوموړي بندي د نيولو غوښتنه وکړه او خپل ځان ته يو ډول برائت ورکوي. خير دی که اوس سرپرست وزير دی، خو له دې مخکې برحال وزير وو، ولې هلته د پورته ذکر شويو تورنو په نيولو کې پاتی راغلی؟ دی لکه چې اوس او هلته د مسووليت احساس نه کوي که څنګه؟

دی او هم يې تنظيمي مشرتابه سره له محققه په دې پوه شي چې :

بئس الفقير علی باب الامير

نعم الامير علی باب الفقير

زه خو دې تهرانپالو او اسلام اباد پالو اسلامپالو ته دا وايم او ننګوم يې چې کله اسلام ومنافع يعنې شخصي ګټې سره په ټکر کې راشي، نو بيا څوک د اسلام پسې نه ګرځيږي او خپلې ګټې لټوي. له جهادي پيره تر دې دمه مو ټول وازمايل. هېښنده لا دا چې دغه اسلامپال طالبان او يا د طالب په نوم خپله ملېشه او پوځيان رالېږلی شي، خو ولې بيا د يو ملا برادر ضمانت نه شي کولی؟ ايا په رښتيا دا ټولې اسلامپالې ډلې د يو ملا برادر تضمين نه شي کولی، نو بيا ولې وړانده طالبان د دوی له مدارسو نه جنګ ته راځي. ولې د فساد مخه په خپله خاوره کې نه نيسي؟

ښاغليه،

ولس پوهيږي چې تا ته په مخ کې لږې نه، بلکې ډېرې هر اړخيزې ستونزې شته، خو له دې ستونزو سره په مېړانه مبارزه په کار ده. په دې هيله چې تاسو پکې بريالي راووځئ او د ځينو ناوليو په بيا ګومارنه کې لږ پام واختياط وکړئ. تاسو ته د يو متعهد او ژمن انسان په سترګه کتل کيږي او دا لوی عزت دی چې الله تعالی تاسو ته درکړی دی. هيله ده چې دا ژمنه وتعهد مو له الله تعالی سره وساتئ، بېشکه چې له الله تعالی به ستاسو اعتبار او عزت لا پسې زيات کړي. هېڅکله د دروغو ژمنې له چا سره مه کوه!

ښاغليه،

دا يو ښه نوښت دی چې فعلاً تاسو له بوختيا سره د ويډيو له ليارې له خلکو سره تماس نيسئ او د هغوی ستونزې له ځان سره نوټ کوئ، خو دا مو عادت نه شي. ښه به دا وي چې ان شاء الله نژدې په راتلونکې کې له خلکو سره له نژدې نه وګورئ. هيئتونه بايد واستول شي او هغوی له خلکو سره له نژدې نه په پټه او ښکاره تماس ونيسي او د هغوی ستونزې منصفانه واوري او له ځان سره يې نوټ او تاسو ته يې وسپاري. کېدای شي چې ځينې چارواکي له خپل نفوذ او چالاکۍ نه کار واخلي او بيا يو ځلې پر تاسو او دې ولس باندې ځانونه وتپي.

ښاغليه،

موږ له جهاديانو ګيله نه کوو. ځکه چې په جهادي پير کې مو داسې څوک ونه روزل چې هغه د اسلامي روحيې سره په څنګ کې وطنپال وي، بلکې په لوی لاس مو له علم سره دښمني واخېسته. نه مو پخپله څه يادل کړل او نه مو خپلو اولادونو ته د زده کړې لار پرانېسته. خو ګيله مو له هغه چا کيږي چې د يو پوهاند او استاد په توګه د کندهار د پوهنتون پيسې وتښتولې او بيا له هر چا زيات واکمن او د خدمت لاپې وهي.

ښاغليه،

اجرائيوي رئيس دې په دې پوه کړه چې بيا له خپل واک او موقفه ګټه پورته نه کړي او د مريم نجفي غوندې بيا بلې پېغلې ته دوکه ورنه کړي او هغه د ملي امنيت رياست پخوانی مشر يا دلال هم په دې پوه کړه چې يا هلکه ستا يې څه چې د پرديو ښځو ته په شپه کې په خپل رياست کې طلاق ورکوې او لا ګواښنې ورته کوې او هم يې مور ګواښې. ايا ته به له خپلې مېرمن او مور سره دغه ډول سلوک وزغمې؟ د جنايت او حقوقي موضوع ترمينځ بايد تميز وکړي او هم يې مراجع او وختونه وپېژني.

جلاد هم درسره پوه کړه! جاسوسان دې له ځان سره نه ساتي.

د مصر فرعون خو الله تعالی د موسی په زمانه کې په نيل کې غرق کړ. موسی او قوم يې ننداره کوله، خو که نننی د مزار ښکرور الله تعالی په آمو کې غرق کړي او موږ يې ننداره وکړو. دا به بې انصافي وي چې زرداد غل په برېتانيا کې بند تېروي او د شمال پر ښکرور به د ډالرو باران وي. له محاکمې او حساب وکتابه به خلاص وي. پلرنی او د جهادي پير ملکيت او دارايي سره بايد جلا او محاسبه شي.

اګر چې دا به د ولسمشر غني لپاره سخته وي، خو که بهرنيان وغواړي، نو د صدام حسين ومعمر قذافي په پرتله خو د شمال ښکرور نسوار هم نه دی. هغوی يې هغسې نيست ونابود کړل، خو دی څنګه؟ ولې او د چا په مټ دومره نازولتوب کوي؟ وخت به يې روښانه کړي.

په پای کې د ګران افغانستان د بري، سوکالۍ او سمورتيا په هيله.

په درنښت

سيدحسين پاچا

د شجاعي د جنايتونو پر وړاندې د غبرګون خبرتيا

http://www.dawat.no/index.php?mod=article&cat=%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%A7%D9%86%D8%A7%D9%88%D8%AE%D8%A8%D8%B1%D8%AA%DB%8C%D8%A7%D9%88&article=12569

پښتانه، د حکيم شجاعي ظلمونو غرونو ته خېژولي

http://bostnews.com/details_pu.php?id=16448&cid=51

ولسمشر احمدزى: د کندهار د برېښنا مسئله زه خپله تعقيبوم

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/32226

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *