ښه !
بوډا ورو ورو له سړکه تیریده خو کله چې یې د سترګو پر سر لاس ونیو او له لرې یې پر موټر سترګې ولګیدې چټک شو، داسې تیز شو چې ملایې نوره هم کړوپه شوه او د موټر له تیز بریک سره یې عینکي له سترګو ولویدیې.
موټر پر عیکنو تیر شو او بوډا د سړک غاړې ته ودرید.
موټروان په منډه راکوز شو، د بوډا پر اوږه یې لاس کیښود او ورته وې ویل:
– شکر چې هرڅه په خیر تیر شول
بوډا په پوړیدلي غږ ورته وویل:
– ولې دې ونه وهلم
– ژوند مو حق دی باید ښه درسره وکړم
– ښه د بدو مور ده
موټروان وخندل:
– شکر چې روغ رمټ یې د عینکو پیسې به دې درکړم
بوډا دیوال ته تکیه وکړه او په لوړغږ وویل:
– نه مې دې پکار
موټروان د موټر دروازه پرانیسته:
– زه ښه درسره کوم ته غالمغال کوې
– ښه هغه څوک کوي چې بد یې کړي وي، بد مه کوئ چې ښه نه شي پکار.
پای، پراګ۲۰۱۴