تاند- د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان دوهم بهرنی مشر دی چې په افغانستان کې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د نوي حکومت له جوړېدو وروسته افغانستان ته سفر کوي.
تر دې مخکې د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون افغانستان ته راغلی و.
د ترکیې د حریت ورځپاڼې د راپور له مخې اردوان کابل ته له رسېدو وروسته د افغانستان له ولسمشر اشرف غني احمدزي، د هغه له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د اجرايي چارو رييس عبدالله عبدالله سره وکتل.
ښاغلي غني په هغو مراسمو کې، چې په ارګ کې جوړ شوي ول، ولسمشر اردوان ته هرکلی ووایه. له دوه اړخیزو خبرو وروسته یې په یوه ګډه خبري غونډه کې خبریالانو ته لنډې څرګندونې وکړې.
دواړو مشرانو د ترکیې او افغانستان پر اړیکو ټینګار وکړ او د دوو هیوادونو د تاریخي اړیکو د لا ټینګښت ژمنه یې وکړه.
د ترکیې ولسمشر د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی په دې وستایه چې په افغانستان کې یې د ولسواکۍ لپاره هڅې کړي، ویې ویل:« افغانانو د یوې ادارې د جوړولو لپاره رایې ورکړې.»
د ترکیې خلک له افغانستان سره کلتوري، دیني، مذهبي او تاریخي ګډولې لري.
دا هیواد سره له دې چې د ناټو غړی دی او په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې سرتېري لري، د افغانستان په جګړو کې برخه نه اخلي.
د ترکیې ولسمشر د افغانستان د یو ورځیني سفر په لړ کې په افغانستان کې له مېشتو ترکي پوځیانو سره هم ولیدل.
دا افغانستان ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوان لومړنی سفر دی.