ژباړه: جلال جمال-
کله چې یو څوک د چا په مخ کې خبرې نه شي کولای هغه ته موږ بې جرئته وایو، بې جرئته کسان له مور،پلار او په ټولنه کې د نورو خلکو ترڅنګ اوسېدل نه غواړي او تل یوازېتوب خوښوي، دوی فکر کوي که زه کومه خبره وکړم رانه غلطه به شي او خلک به را پورې وخاندي، دا ستونزه په نارینو او هم په ښځو کې لېدل کیږي، ارواپوهان په انسان کې د بې جرئتۍ پېدا کېدل ګڼل عوامل بولي.
مهمه داده چې باجرئته نارینه که د ښځو سره خبرې هم ونه کړي یوازې په کتو یې تر تاثیر لاندې راځي،کله د ښځو پر وړاندې په نارینو کې دغه ۶ کړنې تر سترګو شي، پدې پوه شئ چې د ښځو تر تاثیر لاندې راغلي.
۱: نارینه د ښځو په مخ کې راحت قدم وهي
کله چې کوم نارینه پام شی چې کومه ښځه هغه ته ګوري،هڅه کوي چې په خپل تګ کې تغیر راولي ترڅو ورو ورو قدم اخلي، په دې وخت کې نارینه فکر کوي چې ښځه زما هر اکټ ته متوجه ده او زما ټولې کړنې ګوري.
۲: نارینه د ښځو په مخ کې له خطر نه ډک کارونه کوي
څېړنې ښيي چې ډیری نارینه د ښځو په مخ کې داسې کارونه کوي چې دده د صحت په زیان وي او ځان خطر ته ورکوي ځکه نارینه غواړي چې د ښځو پروړاندې خپله زړورتیا ثابته کړي.
۳: نارینه د ښځو په مخ کې سخاوتمن وي
که نارینه مال او پیسې ونه لري خو دوي هڅه کوي چې د ښځو په مخ کې ځان سخي ثابت کړي، کوښښ کوي چې ددوي په مخ کې خرچه وکړي.
۴: نارینه د ښځو په مخ کې ډیر خواراک کوي
که ارادي وي که غیر ارادي نارینه د ښځو په مخ کې ډیر خوارک کوي، ځکه دا دوي ته دښځو پر وړاندې نیک کار ښکاري، خو ښځې بیا برعکس کوي، دوي هڅه کوي چې د نارینو په مخ کې کم خواراک وکړی.
۵: کله چې نارینه له ښځو سره مخامخ شي نو تمرکز يې په یو نقطه وي
څېرنې ښيي چې کله نارینه د ښځو سره مخامخ کیږي او خبرې ورسره کوي نو ددوي ټول پام یو ټکي ته وي مثلا: دده ټول پام هغوي خبرو ته وي، حتی د هغوي خبرو ته داسې څک(بېدار) وي که ځان ته متوجه شي نو د خپل زړه ضربان اورېدلي شي.
۶: چیرته چې د مجردو ښځو شمېر کم وي هلته نارینه کنجوسي کوي
چیرته چې نارینه له ښځو سره مخ کیږي او نارینه پدې پوه شي چې دلته دمجردو ښځو شمېر کم دی، دوي بیا سختي(کنجوسي) کوي او هڅه کوې چې بې ځایه لګښت ونه کړي.
ژباړه: جلال جمال