دی د يوه ناکامه کاروباري زوی و، ماشومان پر دوه کلنۍ خبرې زده کوي، خو دی د څلور کالو و لا يې خبرې نه شوې کولای، اتکلن شو خو ليک‌لوست يې نه و زده، د ټمبلۍ له خوا پر تمامه وه. ښوونکو يې دا فکر کاوه چې د ده دماغ پر ځای نه دی، هاغه و چې په دې پلمه يې له ښوونځي ويوست چې ګواکې د ده ټمبلي د ښوونځي پر نورو ماشومانو هم بده اغېزه کوي. د المان ښوونځيو د ده له شاملولو نټه کوله.

خو دې ماشوم ماته وه نه منله، شپه و ورځ يې پر ځان يو کړل، ډېری مهال به تر نيمې شپې ويښ و، يو عالم خوارۍ او زاره ترکۍ يې وګاللې تر پرلپسې هاندوهڅو وروسته يې پر ۴۲ کلنۍ په فزيک کې د نوبل جايزه وګټله. نن چې په کوم مجلس کې د فزيک نوم يادېږي هلته به هرو مرو د البرټ آينسټاين نوم هم يادېږي. آينسټاين د شلمې پېړۍ په ساينس کې اوړون‌ټکی Turning Point رامنځته کړ، د ده نظريې په نومهاله فزيک کې د قوانينو په توګه منل کېږي.

له تېروتنو انسان زده کړه کوي، ناکامي انسان ته همت ور بښي او ستونزمن حالات يې پټ استعدادونه پر خوځښت راولي.

نن چې موږ په نړۍ کې څومره بريالي شخصيتونه پېژنو، ډېرو يې خپل ژوند يا کار له ناکاميو او تېروتنو را پېل کړی دی. ستونزې يې ګاللي دی، همت يې ساتلی دی او ډېر وروسته يې برياوې خپلې کړي دي.

خو له بده مرغه زموږ ځوانان د ناکامېدو له وېري حتی يوه کار ته لاس هم نه ور اچوي. له یوه کار سره به مينه لري، د ده او هغه کار تر منځ به هېڅ مادي خنډ هم نه وي، خو په کلونو کلونو به لاس تر زنې ورته ناست وي او په زړه کې به يې ورګرځي چې “دا به زه نه وکولای شم يا هسې نه ناکام او د خلګو د خندا شم.”

هېنري فارډ بېلابېل کاروبارونه پېل کړه، يوه يې نه دوې کېده. په هر کار کې له ناکامۍ سره مخ شو، په ګڼو کاروبارونو کې ډېوالي هم شو. خو همت يې له لاسه ور نه کړ، بلاخره يو وخت د بريالېدو نوبت هم ور ورسېد. نن د فارډ د موټر جوړونې شرکت د نړۍ د اوڅارو (مشهورو) او برياليو شرکتونو له ډلې دی. نن د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو عسکرو ته هم فارډ شرکت رېنجر موټرونه ور جوړوي.

د فارډ او آینسټاين وروستنيو برياليتوبونو او پخوانيو ناکاميو ته چې سړی ځير شي داسې انګېري لکه دوی چې د خوشال بابا وصيت اورېدلی او پاللی وي.

که فلک دې د زمري په خوله کې ورکا

د زمري په خوله کې مه بايله همت

زموږ ستونزه دا ده چې همت يا خو نه لرو او يا يې ډېر ژر له لاسه ورکوو. پر وړو وړو خبرو مو زړه ماتېږي، د يوه کار تر پيلولو وړاندې مخ ته پراته خنډونه او ستونزې نه سنجوو او يا يې دومره ځان ته غټوو چې د کار د پيلولو مخه مو ډب کړي.

ځوانان بايد د نړۍ د برياليو شخصيتونو ژوندليکونه وګوري او پر دې پوه شي چې دوی دا دومره برياليتوبونو په يوه شپه نه دي ترلاسلي. او نه هم دوی له موره بريالي زېږېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *